په افغانستان کي درسنیو پراختیا اوچټک خوځښت دټولنیزژونداړتیا ده

59 | جنوري 29th, 2013


په افغانستان کي دطالبانودرژیم دنړیدووروسته اود ۲۰۰۱ کال راپدیخواه دټولنیزورسنیولکه د(راډیو-ټلویزیون،ورځپاڼو،ویب پاڼو) دخپریدولړۍ ډیر پرمخ تګ کړیدي،چي دافغانانوپه روان حیاتي ژوندکي یي دپام وړ ګامونه اخستي دي .
دغه مطلب دځوانانودمحلي (اف ام FM)راډیومشرې اغلي پښتني شینواری نن دیوه مطبوعاتي ِغونډی پرمهال څرګندکړی. هغي وویل دورځپاڼولوستل، دراډیواوریدل اودتلویزیون لیدل دامکاناتو په چوکاټ کي دافغانانو په ټولینیزژوندکي دخوځښت او پراختیاستره بیلګه ده اوددوی په فکری -اجتماعي او سیاسی ژوندکي یي د پام وړ پرمختګ کړیدي.
ددي ټولورسنیو په سرکي دافغانانو لپاره د( اف ام FM) محلي راډیوخپروني ډیری په زړه پوری دي داځکه چي دهیواد په کچه په هرّځای کي داوریدلووړتیاوي لری . دغه خپرونې چي دځوانوښځینه افغانانوله خواه پرمخ وړل کیږي د (اف ام )محلي راډیو په ځينوسیموکي په اووني کي ۲۴ ساعته نشرات لری چي دمویسقي ،سندرو، ادبیاتو، او ټولنیز چارواوڅانګوپروګرامونوته پکښي ځای ورکړل شویدی.
اغلي پښتني شینواری زیاته کړه چي: په ځینو سیموکي زموږ دراډیو پروګرامونه دورځې اته ساعته په ژوندی بڼه خپرونې کوي او دځوانوافغاني ښځینوو په مټ او هڅو پرمخ وړل کیږي اواوریدونکي یی هم زیاتره دافغانانو دنوی نسل کسان دي. هغي وویل چي دورځي د ۱۰۰ نه تر ۱۲۰ پوري پیغامونه دځوانانو لخواه په ژوندي او لیکلي بڼه د راډیو اداري رارسیږي چي دا په خپله ددوی د لازیاتي علاقيٍ اوخو ښیوو نښه اونښانه ده.
اغلي پښتني وویل: چي پخوابه دبی بی سی راډیو،دامریکا ږغ راډیو،المان ږغ راډیواودګاونډیوهیوادوراډیو ګانو خپرونې خپریدلي ولي اوس دهغو راډیوګانوترڅنګ زموږ ملي، خصوصي او محلي راډیویی خپروني خپریږي.
دیادولوړده چي دافغانستان په ټولنیز بهیرکي دیولسوکلنوپه موده کي دمرکزی تلویزیونونو شمیرترشلوزیات دي اودمحلي تلویزیونونو شمیرخوترڅلویښتو پوری رسیږی .
دراډیوخپرونې بیادافغانستان په ټولوښارونو،کلیواوبانډوکي داوریدلوامکانات لری.دورځپاڼواومجلو شمیر تر سلواووښتي دي اوهره ورځ په ورځپاڼوکي دافغانستان دپیچلي سیاسي حالت ارزونه اودخلکودټولینیزژوند تازه خبرونه،ورځنې پیښي اونور په زړه پوري مالومات دکاغذپرمخ دخلکودخدمت جوګه دي.

Copyright Larawbar 2007-2024