داوساما بن لادن زوی په ترکیه کي ونیول شو
59
دترکیه خبری سرچینه وایی ،چي داوساما بن لادن زوی سلیمان ابو الغیط دترکیه په پلازمینه انقره کي هغه وخت ونیول شو،چي دامریکا دڅارګری (CIA) ادارې لخوا وترکیي امنیتي چارواکوته خبر ورکړل شو.
دخبرسرچینه وایی چي سلیمان ابوالغیط په افغانستان کي دتروریزم دشبکي مطبوعاتی ویاندوو او د ۲۰٠۱ کال وروسته کوم وخت چي دالقاعدی شبکي په امریکا کي دوي تجارتي ماڼې ونړولي ،نو بیا وروسته هغه له افغانستان څخه وایران ته وتښتیدی اوهلته په یوه مخفي کمپ کي اوسیدی.
دسلیمان ابوالغیط دنیولولپاره دترکیه اوامریکا یی څارګروپولیسو په ګډه هڅې پیل کړي اودکره مالوماتو پربنسټ سلیمان ابوالغیط یی هغه وخت ونیوي چي ترکیي ته یی دیو جعلي پاسپورت په واسطه سفر کړی وو.نوموړۍ دانقري دچانکایا په یوه هوټل کي ونیول شو. دترکیه څخه یوه بله خبری سرچینه وایی چی سلیمان ابوالغیط غوښته چي په ترکیه کي سیاسی پنا ه واخلي.
یوبل سړی چي ځان د فاطمی بن لادن میړه بولي اوپه سعودی عربستان کي ژوند کوي وایی، چي سلیمان ابوالغیط دکویټ دولت تبعه درلوده اواوس څو وخته کیږی چي دکویت دتبعي څخه تیر شویدی.
دامریکا اوترکیه مخفي پولیس به پلټنې وکړی چي آیا ریښتیا سلیمان ابوالغیط د تیری جمعي په چاودنه کي کوم چي په ترکیه کي دامریکا پرسفارت وشوه لاس لری اوکه نه.؟
وروسته به ما لومه شي چي ترکیه به سلیمان ابوالغیط بیرته و ایران ته وسپاری او یا به دهغه په باره کي نوری پریکړی وکړی .ترکیه اوامریکا دواړه د ناټود پیما ن غړي دي.