د عبدالغغور لېوال لخوا (مننه اوکورودانی)

د لراوبر اداره | فبروري 12th, 2013


ددغو کرښو په مرسته غواړم ، له ټولومشرانو ، دوستانو ،خواخوږیو او هېوادوالو څخه چې زما دمور بي بي دمړینې له کبله یې له ماسره غمشریکي کړې ده ، په خپلو مهربانو لاسونو یې زما اوښکې راوچې کړي دي او په یو ډول نه یو ډول یې له ماسر غم شریک کړی دی مننه وکړم .
ګڼو دوستانو دواورو او کنګل په شیبو کې په خپل راتګ او زما له کورنۍ سره دغم پر ټغر په کیناستلو ، تیلیفوني او انترنیتي تماسونو او هرډول غمرازۍ سره دمینې او ملګرتیا داسې تاوده راوبښل چې دساړه ژمي دغم شیبې یې راته دزغم وړکړې .
زه ددوی ټولو دمینې پوروړی یم او دمننې لپاره الفاظ نه لرم .
ټولو ته دلوی الله ج له درباره اجرونه غواړم او هیله لرم چې زما دموربي بي په حق کې دې یې دعاګانې قبولې کړي .
په دې شیبو کې یو ځل بیا دځان او خپلې کورنۍ له خوا مننه کوم او تاسو ته له هرډول غمه دژغورنې هیله کوم.

موږ ټول دخدای ( ج) یو ا وهغه لره موورتګ دی

ستاسو ټولو مینه وال
عبدالغفور لېوال

———————————————————————————————

تشه

دروازه وټکېده ،
زه مې دمور کوټې ته ورغلم چې ویې پوښتم :
مورې څادر مې چیرې …
تشې کوټې په مخ څپېړه راکړه
او چې کتل مې
بهر
بیا څه خپلوان وو دمورکۍ په فاتحه راغلي .

Copyright Larawbar 2007-2024