د افغانستان په نا امنه سیمو کي د خلکو حقوقي ستونزي ډیري شویدي

59 | فبروري 12th, 2013


دافغانستان دلوی څارنوالي اودعدلې اوقضایی ارګانونودیوه هیئت په څیړنیزرپوټ کي راغلی چي دافغانستان په لیروپرتوناامنیوسیموکي ددولت ټولې حقوقي اوقضایی چاري دمحلي وسله والواوطالبانولخوا فیصله کیږي. دځینووکیلانواومحلي اوسیدونکوخلکوله خولي ویل کیږي، چي په دغوسیموکي دافغانستان دولت دڅارنوالي اوقضایی ارګانو دتطبیق قانونې واک نشته اوددغوسیمو دخلکوټولي حقوقي چاري دمحلي طالبانواو وسله والو ډلوټپلولخواسرته رسیږي.
دافغانستان لویه څارنوالې هم دغه ستونځه مني اووایی چي دامنیت ګډه وډه وضعه اودقضایي محاکمونه شتون خلک دیته اړکړیدي چي خپلي حقوقي فیصلي او پریکړي دسیمي دکلیوالي چاپیریال سپین ږیرواو وسله والو ډلو په واسطه حل اوفصل کړي.
دلوی څارنوالي مرستیال رحمت الله نظری وایی چي دځینوولایتونوپه نا امنو ولسوالیوکي دامنیت نه شتون اودحکومت دقانوني واک دنه تطبیقولولړۍد دولتي ادارو په حقوقي اوقضایی چاروکي ستر ه پرته ستونځه ده. هغه وایی چي ددي سیمي خلک دخپلوستونځودقانوني پریکړولپاره ددي پرځای چي دولتي قانوني ارګانو ته ورشي د خپل مجبوریت له مخي خپلي قانونې ټولې چاري دهغه چا پواسطه حلوی چي دسیمی زورواک اوددوی دسیمي ټول اختیارات ورسره وی . هغه وایی خلک دحکومت څخه هغه وخت لیری کیږي چي ددوی په سیمه کي امنیت نه وي او دقانون واک نه پلي کیږي .
دهغه دوینا له مخي دافغانستان په ځینوولایتونوکي دامنیت د نه شتون ډیری ستونځې را منځته کړی دي اودټول افغانستان په کچه دمګړۍ اوس په ۶۵ ولسوالیوکي دعدلي اوحقوقي ارګانوپریکړي یواځې دځایی وسله والو لخواسر ته رسیږي ،دغه ولسوالي ، دقندهار، ارزگان، زابل، فراه، هلمند، نیمروز، غزنی، نورستان، پکتیا، پکتیکا، لوگر، خوست، دایکندی اود میدان وردګوولایتونوکي پرتي دي، چي دنه امنیت له مخي قانوني څارنوالان اودعدالتي محاکموقاضیان نلری.
بل طرف ویل کیږي چي دافغانستان په بندیخانو داسې بندیان شته چي ترخپل وخت زیات عمرلاپه بندیخانوکي بندیان دي اوځيني یی بیا په زندان کي دخپل اصلي وخت دټاکل کیدوپرته په غیری قانوني توګه هلته ساتل کیږي.
دافغانستان دعدلي چارویو لوړ پوړی هیئت دعبداقادر عدالتخواه په ملتیادافغانستان ودریوولایتونوته سفر کړی دی اوپه زندان کي یی د بندیانوسره یی نږدی لیدلي دي . دوی دخپلوڅیړنوپر بنسټ وایی چي دافغانستان په دریو ولایتونوکي داسي بندیان شته چي خپل دبند دټاکلي میعاداو وخت یی پوره کړی دی ولي دوی لا تر اوسه په زندانو کي شپي ورځی تیروي. هغوی وایی داداری فسادشتوالي اوپه خپل وخت دعدلي محکمولخواه دقانون نه تطبیقول اود نه امنیت ستونځي هغه څه دی چي په زندان کي زیات شمیربندیان ورسره لاس اوګریوان دي.
دیادولو وړده چي دافغانستان په مرکزی سترو ښارونوکی هم خلک دعدلي محاکمو دقضایی ارګانو په اداروکي د اداری فساد دبډی اورشوت اخیستلو څخه سر ټکوي اوخلک پر قضایی ارګانو باندي بی اعتماده شویدي . ترڅو چي دلیرو پرتوسیمو امنیتي چاري تر بشپړامنیت لاندي را نه شي اوپه افغانستان کي داداری فسادپر ضد مبارزه شفافه او ریښتینه نه وي دغه ستونځي به نوری هم زیاتي شي اودافغانستان ټول خلک به ددیي ناوړی کر غیړني وسیلي په منګولوکي ډوب وي.

Copyright Larawbar 2007-2024