د ناټو طیارو لس ملکی انسانان ووژل
رویټرز د ځایی خلکو او افغان حکومت په حواله راپور ورکوی چی د ناټو الوتکو تیره ورځ د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ په چوګام کلی کی پر ملکی انسانانو هوایی بمباري وکړه چی له امله یې لس ملکی انسانان ووژل .
خبر وایی چی په وژل سوو کسانو کی پنځه تنه ماشومان دي ، او پنځه نور کسان هم زخمي دي . ویل کیږی چی هغوی اکثریت په دوو کورنیو پوری اړه لری .
حامد کرزي هم دا پیښه منلې ده خو ناټو وایی چی موږ به تحقیقات وکړو .