هزاره توکمه شعيه مسلمانان يوار بيا له ٨٥ مړيو سره سړکونو ته د احتجاج لپاره راووتل.

رفيع الله مندوخېل | فبروري 19th, 2013


په کوټه  کې درې ورځې وړاندي په  بمي چاودنه کې دو وژل سويو هزاره ګانو د کورنيو غړي او خپلوان  چې زياتره پېغلې او ماشومان دي، د خپلو پنځه اتيا مړيو سرو ته ناست له تېرو دوو ورځو راهيسي احتجاج کوي او له حکومت څخه غواړي چې د هزاره ګانو قاتلين دي ژر تر ژره ونيسي، د قانون منګولو ته دي وسپاري او د امنيت  د ټينګښت په موخه دي د امنيت چارې پوځ ته په واک کې ورکړل سي.



د دوى په وينا پوليس او ملېشه ځواکونه د ولسي خلکو د ژوند په ژغورلو کې پاتي راغلي دي. او  تر څو چې يې غوښتنې نه وي منل سوې، دوى به  نه يوازي خپل مړي خاورو ته ونه سپاري بلکې په ټول پاکستان کې به په پراخو احتجاجونواو لاريونونو  لاس پوري کړي.
په احتجاج کې شريک هزاره ګانوپه لاسونو کې د وژل سويو د کورنۍ د غړيو او خپلوانو عکسونه نيولي د حکومت پر ضد شعارونه ورکوي او د انصاف غوښتنه کوي.
د مجلس وحدت المسملين، شعيه علماء کونسل،  عزاداري شورا او د هزاره ډيموکراتيک ګوند مشران وايي، چې په تېره يوه لسيزه کې په سلګونه  بې ګناه هزاره توکمه شعيه مسلمانانو په بمي چاودنو،هدفي وژنو او د ناامنۍ په نورو پېښوکې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى، چې د دوى په وينا د وژل سويو شمېر يې په تېرو لسو کلونو کې نهه سوه او په روان مېلادي ٢٠١٣کال کې تر دوه سوه پوري رسېږي.




د شعيه مسلمانانو د وژنې پر ضد د بلوچستان ايالت تر څنګ په  کراچۍ، لاهور او د پاکستان په نورو برخو کې هم احتجاجونه پيل سوي. او د پاکستان حکومت له سخت غبرګون سره مخ  دى. ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړيوالو سازمانونو هم پېښه په کلکو تورو غندلې ده.




په بلوچستان کې چې ايالتي حکومت نسکور سوى او د ايالت چارې د والي يا ګورنر په لاس کې دي، والي نواب ذوالفقارمګسي ملېشه ځواکونه، پوليس او استخباراتي ادارې د ناامنۍ د پېښو په مخنيوي کې ناکامه او مسوول ګڼي. د نوموړي په وينا امنيتي ادارې  له ويري  نه سي کولاى د افراطي ډلو پر ضد هدفي عمليات وکړي او مذهبي تندلاري ونيسي. خو يو بل دولتي چارواکى بيا ادعا کوي، چې د شعيه مسلمانانو په وژنو کې د ښکېلو وسله والو پر ضد يې خپلي هڅي ګړندۍ کړې. او هدفي عمليات يې پيل کړي دي.




د يادونې وړ ده، د تېري شنبې په ورځ  د کوټې د هزاره ټاون په علي اباد سيمه کې په يو ټانکر کې د زر کيلوګرامه چاودېدونکي توکيو د چاودېدو له امله چاودنه  سوې وه، چې په کې د وژل سويو شمېر يو نوي او د ټپيانو شمېر تر يوسل نوي هم اووښتى دى. په ژوبل سويو کې  د شلو تنو حالت هم مرګونى  دى. چې ځيني د درملنې په موخه کراچۍ ته انتقال سوي دي.
يوه مياشت وړاندي د جنوري په لسمه نېټه د کوټې پر علمدار سړک په غبرګو بمي چاودنو کې د درېو خبريالانو، د خيريه موسسې ايدهي د پنځو تنو کارکونکو،  د پوليسو د لوړ پوړي چارواکي او د ملېشه ځواکونو د وياند په شمول يو سل لس تنه وژل سوي او تر دوه نيم سوه پوري ژوبل سوي وو، په وژل سويو کې څلور اتيا هزاره توکمه شعيه مسلمانان وو.




د دواړو چاودنو مسووليت سني افراطي ډلې لشکرجنګهوي منلى دى. د يادې وسله واله ډلې وياند ابوبکرصديق يوه شخصي اردو ژبي تلويزون  ته  له ناڅرګنده ځايه د ټليفون له لارې چاودنه ځانمرګى بريد بللى او مسووليت منلى دى.


http://www.facebook.com/rafiullah.mandokhail

Copyright Larawbar 2007-2024