سېلابونو د خوست گرديز ترمنځ مهیم پول نړولئ دی
وروستيو سيلابونو دګرديز اوخوست دلوى سرک ترټولو لوى پُل نړولى دى
وروستيو سيلابونو دګرديز او خوست دلوى لارې لوى پُل چې دپکتيا ولايت دوزې ځدراڼ ولسوالۍ دلکې تيږي په سيمه کې يې دخوست ګرديز ترمنځ لوى لاره وصل کړي او ٣٤متره اوږدوالى لري نړولى دى همداشان دهمدې لويې لارې په اوږدو کې يې دسرک ډيرې برخې او استنادي ديوالونه هم نړولې دي.
دکابل او خوست لويه لاره دافغانستان يوه مهمه نښلونکې ،تجارتي او ترانزيټي لاره ده چې دورځ پرې په زرګونو موټر تګ او راتګ کوي ،له کابل څخه ترګرديز ولايت پورې په پاخه ډول جوړه شوې ولې له شپږو کالو څخه زياته موده کيږي چې دګرديز خوست ترمنځ دلويې لارې نه جوړيدو خلک په تشويش کې اچولي دي.
سره ددې چې په دې وروستيو کې ددغه لويې لارې دجوړيدو کارونو پيل شوي خو لاهم خلک په دې تشويش کې دي چې کارونه به يې ژر تکميل نه شي.
دخوست ولايتي شورا رئيس سيدکريم خاکسار وايي دخوست ګرديز دلويې لارې جوړيدل او دکارونو ژر تکميل دخوست اوپکتيا ولايتونو دولسونو يوه بنسټيزه غوښتنه ده ،نوموړى وايي که له دې وروسته سيلابونه راشي دخوست ،ګرديز او کابل ترمنځ لاره به دورځو ورځو لپاره تړلې پاتې شي ځکه چې دلارې په اوږدو کې لوى پًل او استنادي ديوالونه نړيدلي ولې تردې مهاله پرې دټول ګټو چارو وزارت خبر هم نه دى ځکه چې په عاجله توګه دتخريب شويو ساحاتو اوپلونو دجوړيدو په اړه هيڅ اقدام نه تر سترګو کيږي خاکسار دټول ګټو چارو له وزارت وغوښتل چې په دې برخه کې عاجل اقدام وکړي.
ښاغلي خاکسار وايي دهرې پروژې قرارداد چې په مرکزي ادارو کې شوى وي دهغه پروژې وخت کم او کيفيت يې په جدي توګه خراب وي ،دده په خبره همدا علت دى چې دکمو سيلابونو په راوتو سره هم لويې لارې ،پلونه ،پلچکونه او استنادي ديوالونه له منځ څخه ځي .
دخوست ګرديز دلويې لارې يوتن موټرچلوونکى سيدا اغا وايي اوس چې سيلاب راشي په ساعتونو ساعتونو دسلګونو موټرونو پرمخ دغه لويه لاره تړل کيږي ،نوموړى زياتوي ډير ناروغان چې دعاجلې درملنې په موخه کابل ته ليږدول کيږي دلارې په اوږدو خپل ژوند دلاسه ورکوي او ټول مسافرين له ګڼ شمير ستونزو سره مخامخ کيږي.
همداشان دکابل او خوست ترمنځ دلويې لارې موټرچلوونکي او مسافرين وايي چې امنيتي ارګانونه بايد په دغه لويه لاره خپلې ګزمې زياتې کړي ځکه ډيرکله وسلوال مخالفين ترپلونو اوپلچکونو لاندې اويا دلارې په سرماينونه ځاى پرځاى کوي چې دچادونې له امله يې هم تلفات رامنځته کيږي اوهم سرک تخريب کيږي دوى ترډيره بريده دلوګر او پکتيا ولايتونو له امنيتي چارواکو غواړي چې دغه ټکي ته پام وکړي.
په خراب څرنګوالي سره دپروژو تطبيق هغه ننګونه ده چې بيارغونې ته يې جدي ګواښ پېښ کړى دى ،دټولو هغه پروژو قراردادونه چې په مرکز کيږي ،برخليک يې ناڅرګند اوپه بيا په څو لاسونو باندې پلورل کيږي چې کله پلې شي کيفيت يې خراب اوپه کم وخت کې تخريب کيږي.
ديادونې وړ ده چې اوس مهال په مرکز کې دخوست دنړيوال هوايي ډګر دپروژې په قراردادباندې ديوې پټې معاملې له مخې چې اړونده وزارت هم په کې ښکيل دى لوبې رواني دي چې دغه کار دخوست ولايت دولسونو دسختې اندېښنې او خواشينۍ لامل ګرځيدلى دى.