کور / تازه خبرونه / دافغان حکومت دځینوسیاسي ګوندونواستازوپه آلمان کي غونډه وکړه

دافغان حکومت دځینوسیاسي ګوندونواستازوپه آلمان کي غونډه وکړه

میونشن:دنړیوالوخبری سرچینوپه حواله،نن دجرمني دمیونشن په ښارکې د افغانستان دحکومت دسیاسي اپوزیسیون دځینوګوندونو یوه ډله دمیونشن ښار کي دوه ورځنې غونډه پیل کړه،په دغه غونډه کي به په افغانستان کې دسیاسي نظام دبدلون په اړه بحثونه وشي.
دغه غونډي ته دافغانستان دملي جبهې مشراحمدضیا مسعود،دجنرال عبدالرشید دوستم استازی فیض الله ذکي،دملی امنیت پخوانی مشرامرالله صالح اودملي ایتلاف مشرمحمدمحقق رابلل شوي دي.
ټاکل شوې،چې دجرمني دمیونشن ښارپه غونډه کې دافغانستان ځینې سیاسي ګوندونه دیوشمیربهرنیو هیوادونو له سیاسي ډلواوعلمي شخصیتونوسره دافغانستان دنوی نظام په راوستلو ،دسولې او انتخاباتوپه مسلوباندي بحثونه وکړي.
دخبرسرچینه وایې چي،دميونشن ننۍ غونډه دمونشن دجریان یوه برخه ده،چې د ځینو اروپايي غیردولتي سازمانونو اواروپایې میشتو افغانانوله خوا پرمخ وړل کیږي.ددوی په وینادمونشن په غونډه کې به داروپا،امریکا،بریتانیا،ایران،پاکستان اوهندځینې سیاسي شخصتونه اوکارپوهان هم برخه ولري.ولي په دغه غونډه کي به دآلمان رسمي چارواکي اودآلمان دپارلمان غړي ګډ‌ون ونکړي.
دافغانستان ملي جبهه اوملي ایتلاف دافغان حکومت دسیاسي اپوزیسیون هغه دوه ډلې دي، چې په افغانستان کې دیوه غیرمتمرکز اوپارلماني نظام غوښتونکي دي.
دوی ظاهراً دا ادعاوې ردوي چې ګنې په افغانستان فدرالي نظام غواړي،خو دوی وايي، په دې لټه کې دي چې په ولایتونو کې والیان اونورچارواکي باید انتخابي شي.
تردې مخکې هم دجرمني په برلین ښارکې دځینو هغو امریکايي سناتورانو له خوا چې په افغانستان کې فدرالي نظام غواړي ورته یوه غونډه جوړه شوې وه.
که څه هم افغان حکومت تراوسه دمونشن دغونډې په اړه څه نه دي ویلي، خو دبرلین دغونډې مخالفت یې کړی وواوهغه یې دافغانستان په چاروکې دبهرنیانولاسوهنه بللې وه.
بله خوا دافغانستان دحق اوعدالت ګوندهم وايي چې؛ یادې غونډې ته ددې ګوندد سیاسي کمیټې مشرحنیف اتمر هم ور بلل شوی؛ خو دځینې مصروفیتونو له امله به یوازې په غیرمستقیمه توګه خپله وینادسکایپ له لوري واوروي.ددې ګوندمرستیال معیین مرستیال وایې چې؛ په افغانستان دسیاسي نظام بدلول د خلکو حق دی.
دافغانستان دحکومت ځینې چارواکي حتی شک لري چې؛ د فدرالي نظام درامنځ ته کېدودهڅو ترشا ښايي ددې هېواددتجزیې دسیسې پټې وي.
دیادوني وړده،چي پرون داسلامي ګونددیوي څانګي دمشرعبدالهادی ارغندیوال اودوحدت ګوندمشرکریم خلیلي ترمنځ دراتلونکو ټاکنو په اړونددیوه واحدکاندیدپه اړه موافقه وشوله.