کور / تازه خبرونه / په مصرکي داخوان المسلمین له ډلي سره په مظاهروکي افغانان ونیول شول

په مصرکي داخوان المسلمین له ډلي سره په مظاهروکي افغانان ونیول شول

قاهره:-یوبیړني خبروایې،چي دمصردوزیرانو شوراویاندښاغلي شریف« شوقي» نن په یوه خبری کنفرانس کي رسنیوته په ډاګه کړه،چي څوتنه افغانان یې په قاهره کي دمصردپخواني جمهوررئیس محمدمرسي په طرفداري په روانومظاهروکي نیولي دي. هغه زیاته کړه،چي ددولتي ځواکونولخواه داخوان المسلمین له ډلي سره یوځاي په روانو مظاهروکي دپاکستان،افغانستان،اوسوریه تروریستان نیول شویدي.
دمصردصدارت ویاندشریف «شوقی»نن رسنیو ته وویل،چي دمصرصدراعظم«حازم الببلاوي »غواړي چي داخوان المسلمین ډله لغوه کړي.
دشوقي په وینا،په مصرکي داخوان المسلمین ډلي په دولتي مؤسسو،کلتوري مرکزوباندي بریدونه کړي اودخلکو عامه فکرونه یې ګډوډکړي ،ترڅودنړیوالي ټولني توجه ځان ته راواړوي چي ګواکي پردوی باندي تیری کیږي.
شوقی زیاته کړه، چيٍ دمصرپولیس اوملي اردوکولاي شي،چي دترویرزم په مقابل کي دمصرخلک وژغوري اودمصرله خاوري څخه په کلکه دفاع وکړي .
هغه وایې،چي دسعودی عربستان ،کویټ ،عربی امارات اوځینونوروعربي هیوادوله ملاتړڅخه مننه کوي،چي دمصردټینګ امنیت له کبله یې زموږملاتړي وو.
دیادوني وړده چي څوورځي مخکي په کابل کي دمحمدمرسي په طرفداري ځینو افغانانوپه کابل کي لاریون وکړي اوهلته یې شعارونه ورکول،چي زموږمرسی موږهم ستاسره یوو.
بله خواه دمصردکورنیوچارووزارت دمصرله خلکو څخه غوښتي دي،چي دیوي میاشتي لپاره دمازدیګرله (۷) بجوڅخه دسهارتر (۶) بجو پوري په مصر کي دبیړني حالت قوانین مراعات کړي.
دخبرسرچینه:ګ ،ا