کور / تازه خبرونه / په ایران کي یوه نجلې دخپل ښائیست له کبله دولایتي شورادغړیتوب څخه محرومه شوه

په ایران کي یوه نجلې دخپل ښائیست له کبله دولایتي شورادغړیتوب څخه محرومه شوه

دایران څخه یوتازه خبروایې،چي اغلي نینا«سیاهکالي مرادي» هغه ځوانه (۲۷) نجلي ده،چي دایران د«قزوین»ولایتي شوراته یې ځان نومولې وو.نینادڅورلسم ټولګۍ څخه فارغه شوي اود«قزوین دولایتي شوراد(۱۶۳)کاندیدوکسانوله ډلي څخه یې ترنوروزیاتي رایې ګټلي دي. هغي (۱۰۰۰۰) رایې لاسته راوړي دي.
دغه ۲۷کلني نجلي د«قزوین»دټاکنوکمیسیون لخواه په دي خاطرردشوله،چي ډیره ښکلي ده اوجذابه څیره لری. دټاکنوکمیسیون مشروایې،چي موږنه غواړودښکلاموډله ملکه خپلي ولایتي شوراته وټاکو.
دنړیوالورسنیوپه یوه خبرکي ویل شوي،چي داغلي «نینا»په کړووړوکي غیری اسلامي نښي اونښاني نشته اوهغي داسلام له حجاب نه نیولي،داسلام ټول فرضونه پرځای کړي دي.
دنینا مخالف کاندیدرقیبان وایې،چي داغلي نینادتبلیغاتوپوسترونه دخلکوخوښ شوي دي نوځکه خلکودهغي لپاره خپلي رایي کارولي دي.
نیناته خدایې ورکړل شوی ښايست ددي سبب شو ،چي دولایتي شوراداستازیتوب څخه محرومه شي.