کور / تازه خبرونه / په هرات کي دبیا رغوني شرکت نهه تنه کارګرووژل شول

په هرات کي دبیا رغوني شرکت نهه تنه کارګرووژل شول

دهرات ولايت څخه یو خبروا یې چي، ددي ولایت دکروخ په ولسوالۍ کې،دملي پيوستون ديوې پروژې پرکاريګرو اوکارکوونکو باندي هغه وخت بریدوشوچي په خیمه کي ویده وو،دبرید په پايله کې، لس تنه کارګرووژل شول.
دهرات ولایت امنیتي چارواکي وایې،چي دوسله والوطالبانو يوې ډلې تېره شپه د کروخ ولسوالۍ په کجه سيمه کې، دملي پوليسو يوې امنيتي پوستې ته څېرمه، د ملي پيوستون ديوې پروژې دکارکوونکو اوکاريګروپرخوبځای باندي وسله وال بريدکړی دی.ځیني خبری سرچیني وا یې،چې ګواکې پوليس دکارګروپه ساتلوکې بې پروايي کړې ده.
خو دپوليسو وياندبیا وايي،دپېښې په سيمه کې مېشت پوليس دلويولارودساتلو دنده پرغاړه لري اوپه مستقیم ډول ددغو کارګرودامنيت مسووليت پرغاړه نه لري.
دده په وينا،په دغه بريدکې يوپوليس ووژل شواو له دې وروسته وسله والو ۹کارګران ووژل.دغوکارګروکسانو په ياده شوې سيمه کې يو پل جوړاوه، په دغه بريدکې دیوه پولیس په ګډون لس تنه ځای پرځای وژل شوي دي، اووسله وال بريدګرهم په تېښته بريالي شوي دي.
کروخ ولسوالۍ دهرات ښارختيز لوري ته، په ٣٥ کيلومترۍ کې پرته ده او ددغه ولايت دڅه ناڅه باامنه ولسواليو په قطارکې راځي.
طالبانو دپیښي پړه منلي اووایې چي ۱۱ تنه سرتیري یې وژلې دي.