کور / تازه خبرونه / په مزاري شریف کي ۲۰۰ دکانونه داورلمبه شول

په مزاري شریف کي ۲۰۰ دکانونه داورلمبه شول

بلخ: دمزاري شریف څخه رارسیدلي خبروایې،چي پرون دجمعي په ورځ دمزاري شریف د شهزاده مارکیټ په منځ کي اورولیګدی،چي په نتیجه کي یې تر۲۰۰ څخه زیات دکانونه وسوځیدل.

دبلخ ولایت دپولیسو آمرعبدالزاق قادری، رسنیو ته وویل،چي دغه مارکیټ دجلال الدین بلخي سړک شمال ته پروت دي اوددي مارکیټ ( ۴/۳) برخه په بشپړه توګه په اورونوکي سوځیدلې ده.
دهغه په وینا دغه اوردمازدیګرپه څلوروبجو پیل اودشپي ترناوخته پوري یې دوام در لودي.داورپه وژلوکي ددولتي اوبهرنیوځواکونودوسیلوڅخه هم دمرستي کاراخیستل شوی دي.
تراوسه پوري داورلګیدني علت اولامل نه دي په ډاګه شوي.
دیادوني وړده،چي یوکال مخکي دکابل په یوه منډوي کي هم داورلګیدني له امله څه کم(۶۰۰) دکانونه سوځیدلې وو.
په افغانستان کي زیاتره ملي سوداګردبیمي آسانتیاوی نلري، نوځکه داورلګیدني څخه وروسته ددوي پانګي ته درانه تاوانونه اوړي.دولتي چارواکودټولو ملي تاجرانواوسوداګروڅخه غوښتي،چي خپل مالونه بیمه کړي ترڅو دغیرواقیعي پیښو څخه وروسته دبیمي شرکت نه خپلي پیسي بیرته ترلاسه کړي.