ځوانه ! ته شاعر ته د ټولني سترګي او ژبه يې !!! دوهمه برخه
عطاالله محمدي
ځوانه ! ته شاعر ته د ټولني سترګي او ژبه يې !!!
ځوانه ! شاعر د ټولني تاريخ جوړونکى او د پرمختګ ستر عامل دئ او د نهضتونو په جوړولو کي لوى لاس لري نو په همدې اساس د شاعر مقام ته دنړۍ په ګوټ ګوټ کي درناوى کېږي شاعر د علماوو، فضلاو او نورو پوهانو په قطار کي ځاى لري واقعي شاعران د خپل ضمير او وجدان د فيصلې او لاروښوني پر اساس د خپلو شعري طرحو په وړاندي کولو سره ځانونه مکلف بولي چي د خپلو شعرونو په مټ ټولنه د انحراف ، فسق، فساد او کږو وږو لارو څخه را وګرځوي او هغه ټولنيز رسالت چي په ټولنه کي يې د يو فرد په توګه شاعر په غاړه لري هغه تر سره کړي لکه څنګه چي ويل کېږي چي شعر سحر دئ او په خپل تخليقي منطق هغه چاري سرته رسوي ،چي د ارسطو منطق او استدلال پکښي بې وسه وي.
ځوانه ! نو ته هم د يوې ټولني دملا د تير حيثيت لرې د ټولني د پرمختګ اوترقۍ په کارونو کي تر بل هرچا فعاله ونډه لرې ، همدا ته يې، چي يو ملت دآزادۍ په لوى نعمت نازوې اوهمدا ته يې ، چي د يو ملت سرمايه گڼله کېږې ، ته د نړۍ هغه قوت يې، چي تعليم، اقتصاد، تجارت، امنيت، صحت او ثقافت په خپل مټ او برکت سره پرمخ بيا يې که ستا غښتلي مټي، سالم فکر روښانه اند او ښه نيت نه واى نن به نړۍ او افغان اولس له تورتمونو او ارتجاع سره مخ واى.
شاعره ! ته هغه څوک يې چي ستا دين او خلک له تا څخه کار غواړي، خلک تا د خپل دين ، اولس او ملت په درد دردمن بولي ، هغه له تا څخه غوښتنه کوي چي د هغوى د اخلاقو د سمون او اصلاح له پاره شپه او ورځ لاس په کار سې، د هغوى غم او درد د ځان وبولې او د هغوى ستونزي او کراړوونه د خپل ورغوي د کرښو په څېر وځانته معلوم کړې ، چي پر حال يې وژاړې ، اوښکي پر توى کړې او پر حال يې اه او فغان وکړې .
شاعره ! نو ته کولاى سې ، چي دا کارونه د بېلابېلو لارو څخه تر سره کړې ، لکه شعر ويل ، نثر ليکل او داسي نور ….
موږ به دلته يوازي ستا د شعر ويلو پر مسئوليت وږغېږو ، چي ته شاعر يې او په خاصه توګه ځوان شاعر يې د ټولني په وړاندي کوم مسئوليت لرې او کوم مسئوليت درته درغاړي دئ .
ځوانه ! ته شاعر يې ته د يوې ټولني سترګي او ژبه بلل کېږې، چي په ټولنه کي د سته ستونزو په وړاندي يې پرانيزې او پر ضد ئې پاڅون وکړې . خپله ټولنه سته او را تلونکو خطرونو ته متوجه کړې او يا ورته د خلاصون لار پيدا کړې.
ځوانه ! دلته به د بېلګي په توګه د يو انګلېسي شاعر يوه کيسه درسره شريکه کړم ، چي زموږ د موضوع سره زيات تړاو لري او کولاى سو، چي د همدې کيسې په لوستلو سره د دې تورو تمونو څخه خلاصون ومومو او دا توره شپه په روڼا بدله کړو ، د ظالم په وړاندي مبارزه وکړو او ورته غاښ ماتونکى جواب ورکړو :
دا کيسه د انګلېسي ژبي د يو مشهوره شاعر ده (لارډبايرن) نظم چايلډ هيرلډ پلګر ميج ..د هغه شاعر هغه شعر دئ، چي په يوه برخه کې ( که ئې ) فرانس، انګلستان او روس ننګولي دي او بله خوا يي يو نان ته د ترکانو څخه د ازادۍ لمسون کړى دئ .
بايډن ليکلي دي: چي اروپا يا په ځانګړې تو ګه انګلستان او فرانسې ديونان د علم او حکمت څخه چي کومه ګټه پورته کړېده تر ننه يي يونان ته چا بدل نه دى ورکړى او روس چي د يو ناني کليسا پيروي کوي له يو نان سره يې هيڅ راز مرسته نه ده کړى، بيا دى، ددې لپاره چي ددې درو هيوادونو د وګړو غيرت را وپاروي يونانيانو ته وايي، چي غيره وو ته هيڅ راز هيله لرل نه ده په کار په خپلو مټو باور ورته په کار دئ ، د دوى له پاره دترکانو د غلامۍ څخه ځان ازادول ضروري دي.
کله چي ئې دا نظم په ( ١٨١٢ ع) کال کي خپور سو او له خپرېدوسره يې په اروپا کي د بايډن د شاعرۍ اوازه خپره کړه په فرانسه، انګلستان، ايټاليا، اطريش او روس باندي، دې نظم کوډګره اغېزه وکړه څه وخت چي يو نانيانو له ترکانو بغاوت وکړ نو داروپا متحده بېړۍ يې مرستي ته ورغله او په( ١٨٢٧ ) کال کي ئې د ترکانو بېړۍ ته ماته ورکړه چي پايله ئي د يونان ازادي سوه .
ځوانه ! دا دشاعر ديوه شعر اغيزه وه، چي په پايله کي يې خپل هيواد ازاد کړ او هيوادوال ئې دې ته وهڅول چي پاڅون وکړي او خپله ازادي د ترکانو څخه تر لاسه کړي .
__________________________
دوهمه برخه
ځوانه ! که په نوره نړۍ کي يو شاعر کولاى سي ، چي د يوه شعر په مټ ازادي ترلاسه کړي او خپل ملت ازاد کړي ، نو زموږ افغان او ځوان شاعران هم تر چا په کمه نه دي ، دوئ هم کولاى سي ، چي خپل ملت راوېښ او د ظالم په وړاندي يې و دروي او د هغوئ زامه ماته کړي ، که په نوره نړۍ کي شاعران د خپلو شعرونو په مټ اخلاق ، ادب او ټولنيز کړه وړه و خپل ولس ته ورښيي ، نو زموږ شاعران هم تر چا نه دي پاته دوئ تر هغوئ مخکي کېدلاى سي ، که د نوري نړۍ شاعران په خپلو شعرونو کي د خپل وطن ستاينه کوي او د وطن په ستاينه کي شعرونه وايي ، نو زموږ شاعرن تر هغوئ پاته دي او نه هم زموږ وطن د هغوئ تر وطن بدرنګه او بد شکله دئ ، که هغه خپل بيده ملتونه ويښوي ، نو دا کار زموږ شاعرا هم کولاى سي ، خو په دې شرط چي زموږ شاعران خپل مسئوليت وپېژني، د ټولني درد احساس کړي ، د ټولني غم ولري ، د ولس په غم غمجن سي ، ستونزي يې خپلي ستونزي او ربړوني يې خپلي ربړوني وبولي اخلاقي نورمونه په پام کي ونيسي ، د اسلام او خپلي ټولني تر حدودو تېرى ونه کړي .
ځوانه ! ته په ټولنه کي تر ټولو لومړى دا مسئوليت لري ، چي تر ټولو مخکي اخلاقو ته زياته پاملرنه وکړې ، د ټولني د اخلاقو د سمون له پاره تر خپل وسه پوري کار وکړې او ټولنه د بد اخلاقيو څخه د خپلي ژبي او شعر په مټ راوګر ځوې، ځکه رسول الله صلى الله عليه وسلم موږ د داسي شعرونو د ويلو څخه منع کړي يو، چي په هغه کي دي د چا سپکاوى سوئ وي ، بې ځايه خيالي الفاظ دي پکښي کار ول سوي وي او د جابرانو او ظالمانو ستاينه دي پکښي سوې وي رسول الله صلي الله عليه وسلم په دې اړه فرمايي : د چاچي خيټه د وينو او زوبونو څخه ډکه سي ښه ده تر دې چي د هغه زړه اودماغ د هغه شاعرانه خيالونو او کلام څخه ډک سي چي په هغه کي دي د چا سپکاوى کوي.
ځوانه ! شعرپه واقعيت کې د اجتماعي ژوند په باب د شاعر تجريبې دي ،په شعر کې د ټولنيز ژوند ډېر اړخونه په يوه يا بله بڼه انځور سوي وي، چي د خلکو غوښتنو ته ځواب ويلاى سي، شعر د ژوند په باب زموږ تجربې زياتوي او موږ له واقعيتونو سره آشنا کو ي اخلاق راښيي او په ټولنه کي مو د ناوړه او بې ځايه کارونو و مخنيوي ته هڅوي .
ځوانه ! په شعر کې د پوهني او اجتماعي روزني اصلاحي اړخونه يو له بله نه بېلېدونکي اړيکي لري . يوازې د خوند اخيستني او ساعت تيري لپاره دشعر تخليق يا رامنځته کول او مطالعه کول يو بې ځايه او يو بي عاطفې کاردى . دهرې ژبي شعر په يوه ټاکلې زمانه اوسيمه کې د خللکو ژوندي افکار دي چي په الفاظوکې خوندي او په ليکلې يا ويلي (شفاهي) ډول له يوه نسل څخه و بل ته انتقاليږي،
ځوانه ! شعر د خپل عصر د وګړو د عقايدو،کلتور او ټولنيز ژوند هغه هنداره ده چي د هغوى ريښتني ژوندپکې په يوه يا بله بڼه بريښې.
نو دساعت تېري له پاره يې ويل، ليکل او مطالعه کول په واقعيت کې له ژوند سره اړيکې شکول او پر حقايقو سترګې پټول او د خپلي ټولني سره په زياته کچه بې غوري کول دي .