لندن: يوشمېرافغانان اسدالله خالد ته ددعا په موخه راټول سوي وه

د لراوبر اداره | مارچ 3rd, 2013


د بریتانیا د لندن  ښار یو  ډیر شمیر روښانفکرانو او د ټولنیزو او فرهنګی شخصیتونو  د افغانستان د ځوان ټولنیز او سیاسی شخصیت اسدالله  خالد،  چی څه  وخت ترمخه د یوه ځانمرګی برید په نتیجه کی ټپی سوی و، د يوې غونډي په ترڅ کي د روغتیا لپاره دعا وکړل.


د دعا په هغو مراسمو کښی چی يکشنبې د مارچ دريمه نېټه د لندن د ښار په یوه افغانی  رستوران  کی تر سره شول، د قرآن  مجید د  څو آیاتونو تر لوستلو وروسته  فدا محمد نظری د نورو په استازیتوب یوه لنډه وینا واورل او  اسداله خالد یی د هیواد یو دروند ځوان ، ملي سیاسی او ټولنیز شخصیت وګانه.



نوموړی د ناروغانو پوښتنه او د هغوی د روغتیا لپاره دعا کول یو غوره اسلامی او افغانی دود و ګانه.


نورو وینا والو هم هر یوه په خپل وار په هیواد کی  هغو جنګی شرایطو ته ګوته ونیول چی دغه ډول غمیزی رازیږوی او د دوامداری سولی غوښتنه یی و کړل.



غونډه د دعا په کولو او د ځوان قاری «پښتون نظری» له خوا د پاک قرآن د ز یاتو آیاتونو تر تلاوت او د ډوډی تر خوړلو وروسته پای ته ورسیدل.


Copyright Larawbar 2007-2024