طالبانو په بدخشان کي دملي اردو ۱۶سرتیري وژلې دي

59 | مارچ 5th, 2013


دبدخشان ولایت څخه دخبرسر چینه وا یې چي طالبانوددوشنبي په وررځ دبدخشان په شمالي شرقي سیمي دوردوج ولسوالي کي دملي اردو (۱۶) تنه سرتیري دجګړي پرمهال په ډزوویشتل او وژلې یې دي.
دخبرسرچینه وایې چي جګړه دشپې پریوه بجه پیل شوه اوترمازدیګره پوري يې دوام درلودی. په دغه نښته کي طالبانودملي اردو (۱۶)سرتیري ووژل ،او( ۱۲)سرتیري یې د ځان سره ژوندی نیولې دي. طالبانو په جګړه کي ( ۳۷ )سپکي اودرني وسلي اوراکتونه،اودوي عرادی دپوځي ترانسپورت غټي وسیلي هم لاسته را وړي دي.
دوی وا یې چي اته عرادي نظامي رنجرموټر یی ویجاړکړیدي . ځايي خلک وایې چي طالبانودملي پولیسو( ۷ )تنه پولیس آزاد کړي دي .
بل لوري دبدخشان ولایت چارواکورسنیوته ویلې ،چي په دغه پیښه کي (۶ )وسله وال طالبان وژل شوی اواته نور ټپان دي. دطالبانوویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوی چې ددې نښتې په ترڅ کې یې ۱۵ کورني سرتیري وژلي او( ۱۲ )نور یې ژوندي نیولي دي.دی همدا راز زیاتوی چې طالبانو په جګړه کې دولتي امنیتې ځواکونوته دسر دروند زیان اړولي دی .

Copyright Larawbar 2007-2024