دوینیزویلا ولسمشر هوګو چاویز مړشو

59 | مارچ 5th, 2013


کاراکوس: د وینییزویلا جمهوررئیس هوګو چاویز چي دسرطان دناروغې له کبله تر در ملنې لاندی وو .یو ګړۍ مخکي د (۵۸ )کالو په عمر مړشو. دهغه دمرګ خبر دونییزویلا دولسشمر مرستیال نیکولای مادوری ورکړی.
هوګوچاویز څه باندې دیوکال راهیسي دسرطان په ناروغۍ اخته و و،اوڅوځله یې په کیوبا کې عملیات تر سره کړل .
هوګوچاویزتیر ه میاشت دکیوبا څخه خپل هیواد ته راستون شو،او له هغه وخته بیا هیچا ه ندی لیدلې.هوګو چاوېز د( ۱۹۵۴ )کال دجولا پر ۲۸ مه زېږېدلی او پلاریې د ښوونکي دنده درلوده.
هوګوچاویز دلایتني امریکا دهیوادوپه ډله کي یوه انقلابې څیره وه او دامریکا سره یې ښي اړیکي نه درلودی. دلاتیني امریکا دډیر وهیوادونو مشرانو دهغه دکلک دریځ ملاتړکاوي او هغه ته یې دنږدي پرتوسیموهیوادودرهبر په سترګه کتله . هوګوچاویز یوپوځي افسروو چي په ۱۹۹۸ کال کي دوینییزیلا دولسمشر په تو ګه وتا کل شو. او پروسږکال بیا هم د جمهوری ریاست نوی دوری ته دخلکو لخواه انتخاب شو.دښاغلې چاویز مرستیال نن دهغه دمرګ مخکي رسنیو ته په ډاګه کړه ،چې دوینیزویلاحکومت د وېنزوېلا پر پوځ دجاسوسۍ پر سر ۲ تنه امريکايي ډيپلوماتان له خپل هېواده شړلي دي”.
د وېنزوېلاراډيواوتلویزیون ددي هیواد د پوځ په نامه راپور ورکړی ،چې ددغه هېواد پوځ به د خپل هېوادخپلواکي اومځکنۍ بشپړتيا خوندی وساتي اوپه هرځای کي به دامنیت چاري ګړندی کړی. په اعلاميه کې ويل شوي، چې پوځ به مرستيال ولسمشر او پارلمان ته وفادار وي اودخلکو نه يې هیله وکړه چې په ټول هیوادکي امنیت اوارامي وساتي.
د وېنزوېلاداساسي قانون له مخې به دکانګرېس مشر ډيوسډاډوکابېلو له ټولټاکنونه مخکې د منځمهالې ولسمشرۍ دنده پر غاړه اخلي.
دوینیزویلا هیواد په هکله لنډ مالومات:
وینیزویلا د جنوبي امریکا په شمال کي یوکوچنی هیواد دی. پایتخت یی دکاراکاس ښار دي. مساحت یې (۹۱۶٬۴۴۵)کیلومتر مربع ته رسیږی او نفوس یې د (۲۸) میلیونو څخه زیات دی. ژبه یې هسپانوی ده ،دحکومت دجوړښت ډول یې فدرالي جمهوری ده. د پیسو پولی واحد یی بولیوار نومیږي.
ددي هیوادبډاینه شتمنې دتیلواوګازوپریمانه ذخیری دي. وینیزیلا په نړي کي دخامو تیلو په صادرولوکي پنځم ځای اود«اوپک »دتیلو په تولیدولوکي دریم ځای اودګازو درا یستلوپه ذخیروکي په نړۍ کی اتم ځای لري.
دوینییزیلادمعدني کانونو شتمنې ذخیري اوسپنه،سره زر، آلماس، فولاد، المونیم ، دډبرو سکاره اونوري قیمتي ډبری دي . ددي هیواد دملي ناخالصو تولید په (۲۰۰۳) کال کي (۲۰۸،۳) میلیارده ډالروو ته ورسیدی.

Copyright Larawbar 2007-2024