کندهار : ٢٦١ کسانو څخه د مسلکي ښووني له پاره ازموينه واخستله سوه
عطاالله محمدي
کندهار افغانستان-.دكندهار دپوهني رياست په ښونځيو كښي دمسلكي ښونكودمقررۍ لپاره د۲۶۱تنو هغو كسانو څخه ازموينه واخسته چي دپوهنتون او ياهم دعالي دارالمعلين څخه فارغان سوي ول.
د کندهار د پوهني رياست مسؤلين وايي له دغي ازمويني بريالي کېدونکي کسان به په کندهار ښار او ولسواليو کي د ښوونکو په توګه ګمارل کيږي ترڅو د پوهني روان بهير ورسره سم سي او ددې وطن بچيان په ښه توګه سره وروزل سي.
دوي همداراز زياته وي چي دامهال دكندهار ښار او ولسواليو په ښونځيوكښي ۳۰ فيصده مسلكي او ۷۰ فيصده غيري مسلكي ښونكي لري چي په دې سره به يې دمسلكي ښونكو شمېر نورهم زيات سي.
په كندهار ولايت كي دمسلكي ښونكو لپاره ازموينه پداسي وخت كي اخستل كېږي چي ډېر زده كونكي په ښونځيو كيي دمسلكي ښوونكو دنه شتون څخه سرټكوي او دغه ټکى د خپل تدريسي بهير د ټکني کېدا عمده لامل يادوي.
دكندهار دپوهني رياست تدريسي مرستيال محمد عوض نظري وايي هغه ښونكي چي ددې ازمويني له لاري بريالي كيږي په كندهارښار او ولسواليو كيي به دمسلكي ښونكو په توګه رياضي ، كيميا ، بيالوژي ،ثقافت ،انګليسي ، او نورساينسي مضامين تدريسکړي.
هغه همداراز وايي چي دغيري مسلكي ښونكو لپاره هم پلان لري ترڅو ورته اوږد مهاله او لنډ مهاله وركشاپونه داير كړي چي په دايرولو سره به يي دهغوي استعدادنونه نورهم لوړ سي.
بايد وويل سي چي دامهال په كندهار ښار او ولسواليو كي دمسلكي ښونكو شمېر كم دى چي ښونيز بهير يې هم دزياتو ستنونزو سره مخامخ كړى ولي هيلي سته دي چي د مسلكي ښوونكو په مقرر ولو سره به دغه ستنونزه پاى ته ورسيږي