په خيبرپښتونخوا کې چاودنې شوي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | مارچ 12th, 2013


پېښور:دخيبرپښتونخوا په بنو کې دکينټ پوليس سټيشن ترڅنګ دپوليسو په يو ګاډي ترسره شوې ريموټ کنټرول چاؤدنه کې دوه کسان وژل شوي اؤ ١٨ ټپيان دي .ټپيان ډسټرکټ هيډکوارټرروغتون ته رسول شوي دي. دبنو ډي ايس پي کينټ اسماعيل خبريالانو ته ددغه پيښې په اړه وئيلي دي چې چاوديدونکي مواد په يو موټر سائيکل نصب کړل شوي وؤ اؤ چاؤدنه دريموټ کنټرول په ذريعه شوې ده.په دغه چاؤدنه کې دپوليسو يو ګاډى په نخښه کړل شوى دى. دبنو دډي ايچ کيو مرستيال ميډيکل سپرنټډنټ ډاکټر فاروق خټک وينا ده چې په وژل شوؤ کې يو ماشوم اؤ يو پوليس شامل دي.بلخوا دخيبرپښتونخوا د سرښار پيښور دمتنو په اديزۍ سيمه کې هاغه مهال چاؤدنه شوې کله چې داطلاع ترلاسه کيدو وروستو سيمې ته پوليس ورسيدل اؤ ديو بم دناکاره کولو هڅه يې کوله.چاؤدنه کې دبمونو ناکاره کوونکى يو پوليس عسکر وژل شوى دى.دخېبرپښتونخوا په نوښار کې د خېبرپښتونخوا داطلاعاتووزيرمياافتخارحسين د کورمخې ته هم چاودنه شوې چې له امله يې ٧ کسان ټپيان دي

Copyright Larawbar 2007-2024