افغانستان سکاټلنډ ته په څلور ورځنۍ لوبه کي هم ماته ورکړه
د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډلي نن په دوبۍ کي سکاټلنډ هيواد ته د څلور ورځنۍ لوبي پر دريمه ورځ سخته ماته ورکړه.
افغانستان وړمه ورځ پچه وګټله او د بالينګ پرېکړه يې وکړه، چي د سکاټلنډ ټول لوبغاړي پر ١٢٥ منډو وسوځېدل.
عزت الله دولتزي شپږ، ميرويس اشرف درې او سميع الله شينواري يو سکاټلنډى لوبغاړى وسوځاوه او د ١٢٥ منډو په جواب کي يې ٢٧٥ منډي وکړې.
په افغان منډه جوړوونکو کي رحمت شاه چي دغه يې اوله څلور ورځنۍ نړۍ واله لوبه وه٦٧، اصغر ستانکزي ٤١ او محمدشهزاد هم ٤١ منډي کړې. د افغانستان نورو منډو جوړوونکو هم ښه لوبه وکړه.
د سکاټلنډ لوبډلي په دوهم وار ١٤٥ منډي وکړې.
په دوهم وار بالينګ کي عزت الله دولتزي د سکاټلنډپنځه، دولت ځدراڼ څلور او ميرويس اشرف يو لوبغاړى وسوځاوه. د افغانستان ملي لوبډي په يو وار بيټينګ د پنځو منډو په ډېروالي سکاټلنډ ته ماته ورکړه او تر دې دمخه يې هم پرله پسې دوې شل اووريزه او دوې يوه ورځنۍ لوبي له سکاټلنډ څخه ګټلي وې.