نیمروز کی مشاعره ترسره شوه

جاويد احمد تنوير | مارچ 19th, 2013



په زرنج کې دپاک ښارمشاعره ترسره شوه.
دروان کال دکب دمیاشتې په ۲۷نیټه دمعارف اوپاک ښارترعنوان لاندې یوه مشاعره دنیمروزدښځینه ښوونځیودزده کوونکوترمینځ ترسره شوه.دامشاعره چې دزرنج  ښاروالي لخوا درمپ ا پ مرسته پیل شوی وه پکی ددغه ولایت ښاروال په خپلو خبروکی ځوانان وهڅول چی  ادب په برخه کار وکړي ، نوموړي وویل چی په دغه ولایت کی اوس خلک دښاروالي همکاره دی او ورسره مرسته کوي په غونډه کی دښوونځیومدیرانو٬ښوونکو اوزده کوونکو ګډون کړي وه ، یاده مشاعره چی په  استقلال  ښځینه ښوونځي کې ترسره شوه دسهارپه۱۰  پیل شول او تر ۱۲ بجو یی دوام وکړ په مشاعره کی دپاکک ښار ترعنوان لاندي شاعرانو شعرونه ولوستل او دښاروالي لخوا هغوی ته غوره جایزي ورکړل شوی په غونډه کی دپوهنې دریاست مرستیال ښاغلی مرادخان حیدري٬دنشراتومدیرښاغلی عبدالکریم رسولی٬دشهیدحبیب دښوونځي مدیرداستقلال دلیسې مدیره  آغلې لطیفه انوري دمعارف اودپاک ښاراودپاک ښاردساتلوپه لړکې دمعارف اودنوروښاریانودمسؤلیت په هکله خپلې ویناوې ګډونکوونکووته وړاندې کړې اوهمدارنګه دځینوښوونځیومدیرانو دښاروال څخه دکثافت دانیودویشلولپاره مننه وکړه اودنوروکوچنیوکثافت دانیوغوښتنه یې هم دښوونځیولپاره وکړه اوورسته بیاپه وارسره زده کوونکوخپل جوړکړي شعرونه دپاک ښارپه هکله اوخپلې مقالې دمعارف په هکله ولوستلې.


Copyright Larawbar 2007-2024