زابل دویني ورکولولړۍ پیل شوه
جاويد احمد تنوير
دزابل دعامي روغتیا رئیس ډاکتر لعل محمد توخي وایی دتیرو دریو ورځو راپدی خوا یی پدی ولایت کی دځوانانوڅخه دویني دراټولو لړۍ پیل کړي ده . نوموړي زیاتوی نن سه شنبه اویا کسه فرهنګي ځوانان او ژورنالیسانو په خپله خوښه دویني په بانک کی وینه ورکړه ، توخي وایی غواړی دویني په راټولو سره خپلو بیړنیو ناروغانو ته رسیدګي ورکړي .دعامي روغتیا رئیس وایی دژوند ژغورلوترعنوان لاندي دا کمپاین به ولسوالیوته هم وغزوي ترڅو دویني په راجمعه کولوسره دناروغانو پروخت درملنه وکړي یوشمیر فرهنګي ځوانان چی دویني په بانګ یی خپله وینه ورکول داسی وایی
په زابل کی دویني دراټولو لړۍ پداسی حال کیږي پیلیږی چی پدغه ولایت کی دتاوتریخوالي پیښی زیاتی دی او اکثره مهال دعامي روغتیا چارواکی دکمو امکانانو له امله خپل ناروغان نورو ولایتونو ته استوي ، دزابل دعامي روغتیا ریاست بیلابیلي څانګي لري چی په ځينوکی یی دارو درمل کم دی او دناروغانو پري پوره درملنه نشی کیدلاي