له غاصبينو د خلاصو سوو مځکو ساتنه به پوليس کوي
په کندهار کي د املاکي کمېسيون په غونډه کي پرېکړه وسوه چي له غاصبينو او زورواکو څخه د خلاصو سوو تاسيساتو امنيت به افغان ملي پوليس ساتي.
دغه غونډه چي نن سهار د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا د کار په دفتر کي د هغه په مشرۍ جوړه سوې وه پکښي د اړوندو ټولو ارګانونو استازو برخه اخستې وه.
والي امنيتي ارګانونو ته وظيفه وسپارله چي د ټولو املاکو د سندونو او ملکيت تر تثبيت پوري دي، د هغو ساحو امنيت چي له وړاندي د زورواکانو څخه خلاصي سوي وساتي او چاته دي اجازه نه ورکوي چي هلته کوم ډول اعمال سرته ورسوي.
نوموړي عدلي ارګانونو ته سپارښتنه وکړه چي د ټولو تاسيساتو د اسنادو تر تائيد او مشخصولو مخکي دي له کاډسټر، کرهڼي او نورو اړندو رياستونو سره موضوع شريکه کړي او د هغوى تر نظر اخستلو وروسته دي پرېکړه وکړي ترڅو شفافيت رامنځ ته سي.
هغه همداراز وويل چي دوى د هوايي ډګر پر شاوخوا باندي په دولتي ساحو کي ميشتو مرستندويه ادارو او مؤسساتو ته مکتوبونه لېږلي چي پر اساس به يې دغه مؤسسات وکولاى سي څو په هغه ساحه کي اوسي او خپل کار ته ادامه ورکړي.
خو په خبره يې چي مؤسسات بايد له دولت سره دوباره قرارداد وکړي او ټول ماليات د دولت ځانګړي بانکي اکاونټ ته چي د همدې تاسيساتو لپاره جوړ سوى تحويل کړي.
د نن ورځي په املاکي کمېسيون غونډه کي پرېکړه وسوه چي عدلي او قضايي ارګانونه دي د نورو ذيربطه ارګانونو له تائيد پرته د املاکو او قبالو تائيد نه کوي او تر دغه کار مخکي دي له نورو اداراتو سره چاري او کارونه همږغي کړي.
همداراز پرېکړه وسوه چي د يو شمېر شخصي تاسيساتو لپاره د شخصي امنيتي کمپنيو د منحل کېدو په اړه دي هم له مرکزي اداراتو سره خبري وسي او ددغه ډول کمپنيو فعاليتونه دي ودرول سي.