یو کباب خرڅونکې افغان اوس دناټو ستر سلاکاردئ
59
واشنگټن پُست : دواشنګټن پُست ورځپاڼه خبرورکوی ،چي دامر یکا دنبراسکاي په آیالت کي یوافغان عبدالله اميني یوعادی کباب خرڅونکی وو ،چي اوس په افغانستان کي دامریکا اوناتو دپوځي قواوودستر (مشاور)سلاکار په توګه دنده ترسره کوی.
ښاغلي امیني افغانستان ته دامریکایې اوناټودپوځونودراتګ څخه وروسته دامریکا اوناټو(۷) عمومي قوماندانانوته ګټوري سلامشوري ورکړیدي ،او ټول دغه قوماندانان دامیني دمشوروڅخه را ضي ښکاري. په افغانستان کي دامریکا اوناټو پوځي لوړ پوړي چارواکي ددغه افغان کارستایې اوپه درنه سترګه ورته ګوري . دناټو مخکیني قوماندان جان آلن هغه ته خپل دیوه ښه مربې (سلاکار) نوم او لقب ورکړی وو.
امیني په ۱۹۸۸ م کال کي هغه وخت دافغانستان څخه امریکا ته مهاجرشو چي په جیب کی يې یواځې)(۷) ډالره درلودل اوهغه وخت دډیرو ربړونواوستونځوسره مخامخ وو.
ولي په (۲۰۰۱ م )کال کي پرټولوستونځو باندي بریالی شواو دامریکا داستوګن هویت یې ترلاسه کړی . دهغه دری کوچنیان په امریکا کي وزیږیدل اوپه روانه انګلیسي ژبه یې خبري کولي. امیني ډیر ژردنبراسکا په آیالت کي دکباب تر څنګ یوافغاني رستوران خلاص کړي اودهغه ځای والي یی ددایمی مشتریانوڅخه وو.
امیني وایې چي لمړۍ ځل یې دروسانودتیری پروخت د افغانستان په غرونوکي دکلاشنیکوف دډزو چل ول زده کړی اودپخوانیو جنګي تجربواو مشوروسره دمګړۍ په افغانستان کي دامریکا اوناټودپوځونو ټولوقوماندانوته ګټوري مشوری ورکوی اوهغوی هم دده دکارڅخه راضي دي.
دیادولوړده چي دروسانو دتیری په وخت کي داکترنجیب الله په یوه تلویزیوني وینا کي ویلي وو ،چي روسي مشاورین دومره ډیر شول چي حتي دکورونودنلدواني دترمیم(جوړول) هم یو مشاور لری.