په ننګرهارکي یوی چاودني دري تنه ټپیان کړل

59 | مارچ 30th, 2013


دافغانی رسنیو په حواله نن دننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې دچاودنې له امله درې تنه ولسي وګړي ټپيان شوي دي.د ننگرهار دوالي ویاند وویل ،چې دغه چاودنه نن سهار دبټي کوټ ولسوالۍ په ډاګه سيمه کې رامنځ ته شوې ده.ده زياته کړه؛ چې وسله والو طالبانو يو ماين د سړک پر غاړه ځاي پر ځاي کړى و، چې ولسي وګړي پر ور برابر شول او د چاودنې درې تنه ي ټپيان کړل.
بټي کوټ د ننګرهار هغه ولسوالي ده، چې وخت ناوخت پکې د وسلوالو طالبانو او دولتي سرتېرو ترمنځ د نښتو او چاودنو خبرونه ترلاسه کيږي.
نږدې درې ورځې وړاندې په دغې ولسوالۍ کې اوه تنه وسله وال طالبان هم د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي وو.

Copyright Larawbar 2007-2024