وردګ : د ترکيې هيواد څخه د دوامدارو مرسته غوښته وسوه

عطاالله محمدي | مارچ 31st, 2013


د وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي دغه غوښتنه په دغه ولايت کې د ولايتي بیارغونې ډلې په دفتر کې په افغانستان کې د ترکې هېواد له سفیر بیساط اوزترک سره په لیدنه کې وکړه او زیاته یې کړه، دغه هېواد د افغانستان او په ځانګړي ډول د ميدان وردګو ولايت له ولسونو سره ښې اړېکې ساتلي .
هغه زیاته کړه په داسې حال کې چې په دغه ولايت کې د ترکیې هېواد دنده پای
ته رسیږي،باید دغه هېواد د ميدان وردګو ولايت ولسونه همداسې پرې نږدي او
په هره برخه کې د مرستو روانې لړۍ ته ادامه ورکړي،ترڅو اړېکې او مرستې مو
دتل لپاره پاتي وي.
والي همدا راز د ترکیې هېواد له هغو مرستو څخه هم یادونه وکړه،چې د دغه ولايت سره یې به بېلابېلو برخوکې کړيدي او له ترسره کړيو کارونو څخه یې ورڅخه مننه وکړه .
په افغانستان کې د ترکیې هېواد سفیر بیساط اوزترک د وردګو والي سره
ژمنه وکړه، چې ترکیې هېواد به خپلې دوامداره مرستې او اړېکې له دغه هېواد
او په ځانګړې ډول له ميدان وردګو ولايت سره ولري.
هغه په وردګو ولايت کې د دوی د ماموریت له ترسره کولو څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د دغه ولايت د چارواکو او ولسونو ښې اړېکې به د تل لپاره د ترکې هېواد سره پاتي وي .
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې په دې ولايت کي د ولايتي بیارغونې ډلې
( ترکیې هېواد) دنده په دغه ولايت کې ډیر ژر پای ته ورسیږي

Copyright Larawbar 2007-2024