نورستان:ولس دکورنيو چارو او دفاع وزارت پر ضد لاريون وکړ

د لراوبر اداره | اپریل 1st, 2013


نن له عرمی وروسته تر ماښام پوري دنورستان ولایت په نورګرام ولسوالي کي دکورنیو چارو او ملی دفاع وزارتونو پرضد پراخ لاریون ترسره شو لاریون کوونکي چي شمیر یي سلګونو تنو ته رسیده په کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو تور ولګاوه چي دي ولایت ته دولایت په سترګه نه ګوري نوموړو زیاته کړه چي دیاد ولایت ( ۸۵۰ ) تنو پولیسو لیري کیدل ددي ولایت خلکو لپاره د منلو وړ اقدام نه دي.

لاريون کوونکو وویل چی که له دي وروسته دي ولایت ته بیرته له دندو لیرۍ کړي شوي پولیس مقرر نه شي او یاد ولایت ته دافغان ملي اردو ځواکونو رانشۍ نو دوي به بیا دافغان دولت هیڅ ملاتړ ونه کړي.
همدارنګه د نورګرام ولسوال تایید کړه چي نن له غرمی بیا ترماښام ناوحته پوري دیادي ولسوالي دمحتلفو سیمو سلګونوخلکو دکورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو په وړاندي پراخ لاریون ترسره کړي نوموړي واي چي دیادو لاریون کوونکو عوښتنه داوه چي دیاد ولایت دپولیسو په تشکیل کي دي زیاتوالي راشي او هم دي یاد ولایت ته دافغان ملي اردو ځواکونه راشی.

Copyright Larawbar 2007-2024