يوناما ولسمشريزو ټاكنو ته زياته پاملرنه كوي.

عطاالله محمدي | اپریل 9th, 2013


د ملګرو ملتونو د سياسي نمانيده ګي ويانده وايي چي ولسمشريزو ټاكنو ته به زياته پاملرنه اړه وي او دامهال ورته پلانونه هم جوړ سوي دي .
د ملګرو ملتونو د سياسي نماينده ګي يا يونما وياندي ډاكټر نيلاب مبارز په يوي خبري ناسته كي د يوه كلن ماموريت د غځېدو پرمهال وويل چي په ۲۰۱۴ كال كي به يې خاصه توجه ولسمشريزو ټاكنو ، په هغه كي شفافيت او د خلګو ونډي اخيستني ته وي .
مبارز زياته كړه چي ولس بايد په ټاكنو كي امنيت د بهانې په توګه ونه كاروي او په ټاكنو كي برخه واخلي .
هغې وويل چي د ناټو په سر مشريزه غونډه كي هم پر دې ټينګار سوى چي د ټاكنو لپاره د نورو كارونو د ترسره كولو ترڅنګ د بريښنايې تذكرو ويش هم اړين او د ټاكنو پر روڼ والي باندي مثبت اغيزه كولاى سى .
وياندي نيلاب مبارز وويل چي په روان كال كي به پرمختايي كارونه هم مخ ته وړي په خبره ئې چي په افغانستان كي د نشه يي توكو كښت او قاچاق چي دا مهال د تجارت په توګه كارول كيږي هم د دوى له پاره د اندېښنې وړ خبره ده او بايد مخه ئې ونيول سي.
نيلاب مبارز زياته كړه چي د روان كال د لومړيو دريو مياشتو د ملكي تلفاتو شمير د نورو وختونو په پرتله لوړ سوي او ځكه يي دقيقه شميره نه سي يادولاي چي لومړي ربعي ته وخت پاته دي .
د ملګرو ملتونو سياسي نماينده ګي په ۲۰۰۲ ميلادي كال كي په افغانستان كي خپل كار پيل كړ چي په هر كال كي ئې ماموريت تمديدېږي .
تېر كال يوناما په ځينو ولايتونو كي خپل مركزونه وتړل او په كندهار كي يي د حوزې په كچه دفتر پرانيستي پرېښود .

Copyright Larawbar 2007-2024