ايراني سفير د كلتوري او اقتصادي اړيكو د پراختيا غوښتنه وكړه .

عطاالله محمدي | اپریل 18th, 2013


د افغانستان د اسلامي جمهوريت لپاره د ايران هيواد سفير ابوالفضل ظهره وند نن پنځ شنبه په کندهار ولايت کي وويل چي هيواد يې له افغانستان سره د کلتوري، علمي او تجارتي اړيکو د پراختيا غوښتونکى دى.
نوموړي نن ماپښين په کندهار ولايت کي د خپل سر کونسل حميد رضا کريمي سره يو ځآى د کندها ر والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا سره وکتل او په پورتنيو مواردو کي يې د خپل هيواد د علاقې په اړه خبري وکړې.
هغه له کندهار والي سره په ليدنه کي وويل چي افغانستان او ايران د تاريخ په اوږدو کي د يو بل ترمنځ د دوو ښه همسايه ګانو په توګه پاته سوي او په دې ښو اړيکو کي د دواړو هيوادونو ترمنځ د ګډ دين او فرهنګ رول خورا زيات و.
ښاغلي ظهره وند زياته کړه چي کندهار ولايت ته يې د سفر هدف، په دغه ولايت کي له مقاماتو سره د ايران د چاه بهار بندر په اړه خبري کول دي او غواړي له دې لاري د دواړو هيوادونو ترمنځ سوداګريزي اړيکي پسې پراخي کړي.
د نوموړي په خبره چي د چاه بهار بندر په بيا فعاله کېدو سره به افغانستان په خورا اساني سره د منځني ختيځ له هيوادونو سره وصل سي او په دې توګه به يې سوداګري بېسارې وده وکړي.
هغه په ننۍ ليدنه کي د افغانستان او ايران ترمنځ د کلتوري اړيکو پر پراختيا او محکمه کېدو بيا اسرار وکړى او دواړه ملتونه يې د دغو دوو هيوادونو د حکومتونو په پرتله له يو بل سره ډېر نژدې او خواخوږي وبلل.
کندهار والي هم د افغانستان او ايران اړيکي د خورا تاريخي مخيني درلودونکي وبللې او زياته يې کړه چي د روابطو د غښتلي کولو لپاره دي علمي اړيکي پياوړي سي او د کندهار پوهنتون دي له ايراني پوهنتونونو سره وصل سي.
د افغانستان لپاره د ايراني سفير سره د نن ورځي په مجلس کي د يوه کرهڼيز او محصولاتي نندارتون د جوړېدو په اړه هم مقدماتي خبري وسوې.

Copyright Larawbar 2007-2024