زابل قومی شورا جوړه شوه
جاويد احمد تنوير
دقومونو دهمږغۍ او دغه رازد دسیمي په کچه دبیا رغوني خلکوته دهغوی دحقوقو ورکړه ددغه شورا اساسي موخه ده ، دشورا یوشمیر غړي چی دپارلمان وکیل عبدالقادر قلاتوال او دارزګان پخواني والي اسدالله همدم یی هم غړیتوب لري وایی چی هڅه به وکړي ترڅو دسیمي په کچه دخلکو لپاره دهغوی ستونزي تردولت پوري ورسوي ،دوي وایی دا شورا یو مدني خوزښت دی او ګڼ شمیر میرمني یی هم غړی توب لري ،دیادي شورا دغړو په وینا دشورا لپاره تراوسه مشر ندي ټاکل شوي او دیوه اوه کسیزي ډلي له خوا رهبري کیږي
دسیمي یوشمیر ځای اوسیدونکی هم دغه شورا دزالبیانو دستونزوپه برخه کی ګټوره بولي او زیاتوی چی اکثره مهال دبی سرپرستۍ له امله یی چارواکي ستونزو ته غوږ نه نیسی چی ددی شورا په جوړولوسره به یی ستونزي تر مربوطه مرجعي ورسیږي ، دیادولوده چی دزابلیانو په نوم ددغه شورا ډیره برخه ځوانه طبقه تشکیلوي او غړي یی اکثریت لوستي کسان دی ، داپداسی حال کی ده چی په دي ولایت کی دقومي تعصباتو له مخي دقومونو ترمینځ ستونزي شته او ډیری وخت ددغه قومونو دریځ یو نه وي او یو په بل پسی ستونزي جوړوي چی ددغه شورا دغړو په خبره پدی کارسره به قومونو سره رایو موټي کړي ،