په سعودي عربستان کي ښځو دلمړي ځل لپاره دسپورت حق ترلاسه کړي
59
په سعودي عربستان کي دلمړي ځل لپاره دشخصي ښوونځیوزده کونکوانجونوته اجازه ورکول شوه چي په سپورتي لوبوکي ګډون وکړي.په سعودي عربستان کي دغه لړۍ کرارکرار په احتیاط سره ګام اخلي اودښځولپاره نیمګړي آزادي ورکول کیږي.دخبري سرچینوله مخي دسعودي رسمي چارواکو دشخصي ښوونځیوانجونوته اجازه ورکړی چي ټول سپورتي خوځښتونه دي دشرعي قانون له مخي پرمخ بوزي.
دسعودي عربستان دپوهنې وزارت یوه نوی مقرره ښوونخيوته استولي ده ،په دي مقرره کي ویل شوي چي انجوني زده کونکي باید دورزش په وخت کي داسلامي حجاب څخه کارواخلي اودهغوی ښوونکي هم باید ښځینه وي.
دسعودی عربستان دپوهني وزارت ویاندښاغلی محمدالدخيني وایې، دشخصي ښوونځيولپاره دسپورت کولوداجازی پریکړه هغه وخت ورکړل شوه ،چي په نوموړوښوونځيوکي دنجونوزده کونکولپاره ځانګړي اسلامی لارښووني پيل شي اودغه انجوني بایدخپلي ټولي سپورتي لوبي داسلامي شرعیت دقانون په چوکاټ کي ترسره کړي.
دیادولووړده،چي پروسږکال دسعودی عربستان پاچا ملک عبدالله لخواه دیوه فرمان له مخي دسعودی عربستان ښځوته حق ورکول شو،چي په پارلمان کي ګډون وکړي .