هلمند: د مارجي ولسوالۍ څارنوال ووژل سو .

عطاالله محمدي | مې 12th, 2013


د هلمند ولايت د مارجي ولسوالۍ څارنوال په بمي چاودني کې ووژل سو.
د هلمند ولايت امنيتي مسولين وايي چي د مارجي ولسوالۍ څارنوال ددي ولسوالۍ د تريخ ناور په سيمه کي پر ښخ سوي ماين ور برابر سوى او وژل سوى دى.
د والي وياند عمر ځواک وايي چي نوموړى څارنوال لعل محمد د خپل کور څخه شاوخوا اووه بجي د دندي پر لوري روان وو چې پر ښخ سوي ماين ختلى او وژل سوى دى.
تر اوسه کومي ډلي ددي پېښي په اړه څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024