افغانستان ولې امریکاته پوځي اډې ورکړي؟
عطاالله محمدي
کابل چاپ ګڼ شمېر ورځپانو د افغانستان او امریکا ترمنځ دامنیتي تړون په اړه لیکنې اوتبصیرې کړې دي.
ملي باور:
ملي باور ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکوسره د ولسشمر له خولې لیکلي امریکا په امنیتي سند کې له افغانستان څخه نهه پوځي اډې غواړي.
ورځپاڼه لیکي امریکا دغه اډې په جلال اباد ،بګرام ،مزارشریف، کابل، کردېز، کندهار، هلمند او دهرات په شینډنډ کې غوښتې دي.
همدې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکي چې له امریکا سره په دواړه اړخیز تړون کې کوم پکي باید په پام کې ونیول شي.
ورځپاڼه لیکلي څومره چې افغانان امریکاته اړتیا لري ،څو چنده امریکا په افغانستان کې اډو ته اړتیا لري.
د لیکوال په اند افغان دولت باید له زیاتې دقت کار واخلی او په داسې ځایونو کې امریکاته اډې ورنه کړي چې د ګاونډیانو احساسات راوپاروي.
ویسا:
ویسا ورځپانې دسپنې ماڼۍ دویاند له خولې لیکي دي امریکا په افغانستان کې دایمي پوځي اډې نه غواړي.
ورځپاڼې وړاندې د جې کارني له خولې لیکلي دي له۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې دامریکا د پوځي حضور یوازینی هدف به دافغان ځواکونو روزنه او دالقاعده شبکې دپاتې شونو ځپل وي.
سرنوشت:
سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې افغانستان ولې امریکاته پوځي اډې ورکړي؟
د لیکوال په اند پر افغانستان دګاونډیو،په ځانګړي ډول دپاکستان فشارونه او حملې دامریکا او افغانستان ترمنځ له ستراتیژیک او امنیتي تړونونو سره تړاو لري.
د سرمقالې د لیکوونکي په باور افغان دولت او یوه برخه افغانان له امریکا سره ستراتیژیک تړون له دې امله لاسلیک کړ چې د ګاونډیو له خوا افغانستان له ګواښ سره مخ دی او دهمدغه ګواښ له امله امنیتي تړون هم توجیه کیږي.
د لیکوال د معلوماتو له مخې ستراتیژیک تړون دګاونډیو له حملو او فشارونو څخه نه یوازې افغانان خوندي کړي نه دي ،بلکې دلازیاتو فشارونو او حملو لامل شوی هم دی.
د سرمقالې په پای کې راغلي دي کله امریکا په ستراتیژیک تړون کې خپلې ژمنې عملي کړې او هېڅ تضمین نشته چې په امنیتي تړون کې به یې هم عملي کړي.
خدمتګار:
خدمتګار ورځپاڼې د حامد کرزي په حواله لیکي موږ موافق یو چې دا اډې ورکړو ، تر ۲۰۱۴ کال وروسته دبهرنیانو پاتې کېدل منو ،خو دامن په اروستلو کې باید دزړه له کومې هڅې وکړي.
هېواد:
په پای کې هېواد دولتی ورځپاڼې په خپله سرمقالې لیکي له امریکا سره امنیتي تړون ګټور دی ،خو باید د افغانستان غوښتنې ومنل شي.
د لیکوال په اند له افغانستان سره دنړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه دامریکا اوږده مهاله ملګرتیا ډېره اړینه ده،داملګرتیا باید د دواړو هېوادونو په ګټه وي او ددغې ملګرتیا په تړون کې باید ټولې ژمنې په عمل کې پلې شي.