وردګ : يو تفريحي پارک د قاسم خان په نامه ونومول سو
عطاالله محمدي
په وردګو ولایت کې یو تفریحي پارک په ګوشته اولسوالۍ د وژل سوي افغان پوليس محمد قاسم په نوم ونومول شو.
د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په غوښتنه د دغه ولایت د
اداري مجلس له تصویب وروسته د دغه ولایت په مرکز میدان ښار کې عامې
روغتیا ریاست ته څیرمه نږدې اتلس جریب ځمکه کې یو تفریحي پارک د نوموړي په نامه ونومول سو.
د وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د دغه پارک نومونې پرمهال چې
د دې ولایت ټول مسؤلینو او ځوانانو هم ورسره شتون درلود وویل : چي محمد قاسم هغه ځوان وو،چې د خپل سره په بدله یې له وطن څخه ساتنه
وکړه او د خپلو وینو په تویدو سره یې په زرګونو نورو سرتېرو ته د مېړانې ډاډ ورکړ.
هغه زیاته کړه د دې خاورې هر ځوان ته پکارده،چې د هېواد لپاره په
بېلابېلو برخو کې دغه ډول ویاړ پخپل نوم کړي،ترڅو د تل لپاره یې په ټولنه
کې نوم ژوندی پاتي شي.
د وردګو ښاروال انجینر محمود وویل : د ځوانانو لپاره د تفریح دغه
پارک چې په شاوخوا یو جریب ځمکه کې جوړیږي،لومړني کارونه یې ترسره شوي او
ډیر ژر به یې عملي چارې هم پیل شي،
د میدان وردګو د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمداورنګ مختار د ولایت مقام او
نورو څخه مننه وکړه،چې د یاد ریاست وړاندیز یې منظور کړ.