بلوچستان کې درې ګوندونه ګډ حکومت جوړوي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | مې 18th, 2013


کوټه: دبي بي سي د خبر له مخې پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پاکستان مسلم لیګ (ن) او نېشنل ګوند پرېکړه کړي، چې بلوچستان کې په شریکه حکومت جوړ کړي. د دې پرېکړې له مخې به د ایالت نوی لومړی وزیر د مسلم لیګ (ن) ګوند اړوند وي.تېره شپه ( مې ۱۷) ځايي هوټل کې یوې ګډې خبرې غونډې ته په وینا کې د مسلم لیګ ګوند نواب ثناالله زهري، د نېشنل ګوند مشر عبدالمالک بلوڅ او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي سکرتر سید اکرام شاه د دې پرېکړې په اړه اعلان وکړ.  دوی وویل: موږ یوه مثبت ګام پورته کړی او پرېکړه مو د ایالت د خلکو ګټو ته په پام سره کړي ده.د دوی په وینا: د ګډې پرېکړې له مخې به د ایالت لومړیوزیر د مسلم لیګ(ن) ګوند اړوند وي او د نورو پرېکړو په باب به سلا مشورې وکړو.د دوی په وینا ایالت کې د نا امنیو پای ته رسول به یې د لومړیتوبونو په سر کې وي او نوی ایالتي حکومت به د ولس لپاره له نا امنیو او فساد څخه ژغورونکی ثابت شي.دغو ګوندونو له اییتلاف وروسته په بلوچستان کې د ایالتي حکومت جوړولو لپاره اړین اکثریت تر لاسه کړی.د بلوچستان ایالتي پارلمان ۶۵ څوکۍ لري او دغه ایالت کې د حکومت جوړولو لپاره لږ تر لږه ۳۳ استازو ته اړتیا ده.”د بلوچستان ایالتي پارلمان ۶۵ څوکۍ لري او دغه ایالت کې د حکومت جوړولو لپاره لږ تر لږه ۳۳ استازو ته اړتیا ده.
د بلوچستان اسمبلۍ د ۵۱ عامو څوکیو لپاره ۵۰ څوکیو ته ټاکنې تر سره شوي. بلوچستان اسمبلۍ کې مسلم لیګ (ن) ۱۱ پشتونخوا ملي عوامي ګوند ۱۰ او نېشنل ګوند ۷ څوکۍ تر لاسه کړي.دغه ګوندونه به د لږکیو او ښځو لپاره له ځانګړو څوکیو څخه تر ۸ ډېرې نورې څوکۍ تر لاسه کړي، چې په دې توګه به د حکومت جوړولو لپاره اسان اکثریت تر لاسه کړي.د مسلم لیګ ګوند نواب ثناالله زهري د لومړي وزارت لپاره پیاوړی کاندید بلل کېږي، خو د همدې ګوند نوابزاده چنګیز مري هم د دې مقام تر لاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي.رپوټونو کې دا هم ویل شوي، چې اکثریت ګټونکو ګوندونو پرېکړه کړې، چې پخواني حکومت کې شامل مسلم لیګ (ق)، جمیعت علما اسلام او بلوچستان نېشنل (عوامي) ګوندونه حکومت کې شامل نه کړ

Copyright Larawbar 2007-2024