كندهار: غبرګو موټر بم چاودنو ۷۰ كسانو ته مرګ ژوبله واړول .

عطاالله محمدي | مې 17th, 2013


په كندهار كي غبرګو موټر بم چاودنو ۷۰ كسانو ته مرګ ژوبله واړول .
چاودنې تيره شپه د اونيمو بجو په شاوخوا كي د كندهار ښار ختيځ لوري ته د عينو مېني په ښار ګوټۍ كي وسوي .
د كندهار امنيه قوماندان وايې چي لومړى د موټر په ذريغه ځانمرګي بريد او دوهم په سيمه كي ولاړ موټر ته چاودنې وركول سوي .
د رازق په خبره چي په پيښه كي د ۴ پوليسو په ګډون ۹ تنه ملكي كسان وژل سوي او د ۸ پوليسو په ګډون ۶۰ تنه ملكي كسان ټپيان سوي دي .
د كندهار د عامي روغتيا ريس ډاكټر عبدالقيوم پخلا له پيښي وروسته په ميرويس روغتون كي خبريالانو ته وويل چي د ډيرو ټپيانو حالت نازك دي ، هغه د ټپيانو زياته برخه كوچنيان وبلل .
عينو مېنه ښارګوټۍ د كندهاريانو لپاره د ميلې يو ښه ځاى دي او هره جمعه په زرګونه ميله وال ورته راوزي .

Copyright Larawbar 2007-2024