کور / تازه خبرونه / تازه خبر:دووموټربم چاودنوتر(٦٠)زياتو کسانو ته مرګ ژوبه واړوله

تازه خبر:دووموټربم چاودنوتر(٦٠)زياتو کسانو ته مرګ ژوبه واړوله

کندهارافغانستان-: لراوبر ویب پاڼي ته دکندهارولایت مقام څخه په یوه رالیږلي لیک کي راغلي ،چي نن ماښام دکندهار په عينومېنه ښارګوټي کي غبرګوموټر بم چاودنوکي تر شپيتوزياتوکسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده ،چي اکثريت یې ولسي وګړي وو.
دغه دوې چاودني نن ماښام پرمحلي وخت اووه نيمي بجې دعينومېني دننه دګڼه ګوڼي څخه په يوه ډکه ساحه کي دپوليسو پر رنجر موټر باندي وسوي ،چي په نتيجه کي يې تردې دمه ٩ تنه وژل سوي او تر پنځوسو زيات زخميان دي.
ددواړو چاودنوقربانيانولويه برخه ولسي وګړي دي ،چي اکثريت يې مېله وال دي، د وژل شوواوزخميانو په ډله کي کوچنيان هم شامل دي.
دپېښي قربانيان دکندهار ميرويس روغتون ته وړل سوي اوپه زخميانوکي دځينوحالت ناوړه ښوودل سوي او داسي ښکاري چي دقربانیانوشمیربه دپورته ذکرسوې شمېرې څخه واوړي.
کندهار ولايت مقام دغه او دې ته ورته نوري ترورستي پېښې په کلکو ټکو غندي او دغه ډول بريدونه يوازي او يوازي د ولسي خلکوپر ضددپرديولخواجوړه سوې دسيسه بولي.
دچاودني پړه تراوسه پوري طالبانو اویاکومي بلې وسله والي ډلې په غاړه نه ده اخیستي.