دنیمروزپه ښارکې دښځینه مارکیت دساختمانی کارپرانیستل

جاويد احمد تنوير | مې 19th, 2013


دروان کال دغوايي دمیاشتې د۲۸نیټه دښځینه مارکیت کاردیولړمراسموپه ترځ کې پیل شوپه دې محفل کې چې په همدې اساس دایر شوی وه الحاج محمدقاسم خدری دنیمروزدولایت مقام مرستیال،دښځودچاروریاست مرستیاله آغلې شیمامحمدی،دزرنج ښاروال ښاغلی محمدسرورنظری،دنیمروزدهټیوالوکلانترښاغلی عبیدالله طوفان،دځوانانودمدیریت استازی اونورومیلمونوګډون کړی وه چې دولایت مرستیال ښآغلی خدري خپله ویناداسې وړاندې کړه :
چې ددې مارکیټ جوړونه ددښځودپرمختګ اودبریالیتوبونوپه څانګه کې یوسترګام دی اوښځې بایدله دې فرصت څخه دې ترڅوکولای شي ګټه ترلاسه کړي ترڅوداخلکوته ثابته کړي چې ښځې په هره عرصه کې کولای شي بریالۍ اوسي اووځلیږي.همدارنګه دزرنج ښاروال ښاغلی محمدسرورنظري په خپله ویناکې داسې وویل : چې مونږبایددابنسټ ایښود نه دښځولپاره دبریالیتوبونوپیل په هره زمینه کې وګڼواوددوې دلازیاتواونه ستړي کیدونکوهلوځلوته سترګې په لاره اوسو.دداسې ورځې په هیله مندۍ چې زمونږپه هیوادکې ښځې څرنګه چې په ویناووکې ویل کیږي چې دبشري نړۍ نیمه برخه تشکیلوي په عمل کې هم همدومره ونډه ولري.
وروسته دویناوالو برخې څخه دنوموړي مارکیټ داساس ډبره دولایت دمرستیال اونورومیلمونوپه لاس کیښودل شوه اوپروګرام دغه پروګرام دښاروالي له لاري درمپ اپ په مرسته پیل شوی دی چی خلک یی دښځو دتشویق په برخه کی ګټور بولي ،

Copyright Larawbar 2007-2024