کور / مرکه / له الرای عربي رسني سره دمعتصم مرکه (پښتو ژباړه)

له الرای عربي رسني سره دمعتصم مرکه (پښتو ژباړه)

ملا آغاجان معتصم دطالبانو د غورځنګ دمشرتابه پېژندل شوي څېره ده هغه پدې سربېره چي له ملا عمر سره ځانګړي اړیکي لرلي دطالبانو دواکمنۍ په مهال يې دپام وړ مقامونه هم درلودل چی یو وخت دمالي چارو وزېر او بیا تر ۲۰۰۹ پوري دسیاسي کمېسیون مشر پاته شوی دی .

تاسو ځان څه ډول ښیئ او کوم منصبونه مو لرلي دي؟

زما نوم ملا اغاجان معتصم د سيد عبدالستار اغا زوی، په۱۹۷۱

 کې دافغانستان دکندهارولایت د پنجوايي د  ولسوالې په نلغام کلي کې زیږیدلی یم .

agha-jan-motasim

 

په افغانستان کې دطالبانو دتحریک له  پیل نه له هغوئ سره یوځای او دیاد تحریک په لیکوکې مي لاندې مسؤلیتونه ترسره کړي:

۱ـ دطالبانو دتحریک دمشرتابه مقام دخاص هیأت مشري  له کال ۱۹۹۷ـ۱۹۹۸

۲ـ په کابل کې دطالبانو دحاکمیت په مهال دمالیې وزارت مسؤلیت له ۱۹۹۸ـ۲۰۰۱

۳ـ دمالي چارو دکمیسیون مسؤلیت  له ۲۰۰۳ـ۲۰۰۸

۴ـ دسیاسي چارو دکمیسون مسؤلیت ۲۰۰۸ـ۲۰۰۹

ستاسو سیاسي موخي څه دي او ولي دطالبانو له غورزنګ څخه بېل شوي یاست؟

زمونږ موخه په افغانستان کې دټولو افغانانو په خوښه دیوه ممثل اوخپلواک نظام منځته راوړل دي چې وکولای شي دافغانستان دیرش کلنې غمیزې ته دپای ټکی کښیږدي او ټول افغانان يي ترسیوري لاندې دصمیمیت او ورورولۍ په فضاکې ژوند وکړای شي.

زه له طالبانو جلا شوی نه یم بلکې دطالبانو په منځ کې دځینو داسې اصلاحاتو غوښتونکی یم چې  هغه  دخپل هیواد او ولس په ګټه بولم.

تاسو دڅه لپاره او څه وخت له افغانستان څخه هجرت وکړ؟

په ۲۰۰۱ کال کې کله چې دبهرنیو ځواکونو دتیري په پایله کې په افغانستان کې دطالبانو حاکمیت له منځه  ولاړ  زه هم داسي سیمې ته ولاړم چې هالته مي دسیاسي فعالیت کولو ترڅنګ ژوند هم تریوې اندازې مصئون وه.

تاسو په کراچۍ کي له مرګوني برېد څخه خلاصون وموند څه ډول وساتل شوﺉ ایا له همدې امله مو دطالبانو غورزنګ پرېښود او تاسي څوک پدې برېد تورنوﺉ؟

داچې زه له دې مرګوني برید څخه څه ډول وژغورل شوم دا دالله تعالی په فضل او کرم پوري اړه لري.

په ماباندې ددغه مرګوني برید په اړه زه کوم مشخص لوری نشم تورنولای ؛ځکه کراچي یو ګڼ میشته ښار دی چې وخت ناوخت پکښې دمختلفو نژاد و لرونکو اوسیدونکو ترمنځ داشانې مرګوني بریدونه یودبل په خلاف ترسره کیږي، هغه مهال هم دکراچې دپښتنو او مهاجرقومي غورزنګ دپلویانوترمنځ نښتې روانې وي ،اودا چې زما شکل اوقواره هم د دې سیمې پښتنو اوسیدونکوته ورته ده نو زه هم ددغه نژادي تاوتریخوالي قرباني شوم چې په دې توګه مشخصا هیڅوک نه په ګوته کوم چې چازه وویشتلم او دڅه دپاره يي وویشتلم، خوپه مجموع کې دخپل لوی خدای ج حمد اوشکر اداکوم چې ماته يې له دغه مرګوني بریدڅخه نجات راکړ،بي وفااوناځوانه مقابل لوری يې په خپل شوم هدف کي ناکام کړ.

ایا تاسو اوس هم ځان دطالبانو دسخت درېځو عناصرو لخوا له ګواښونو سره مخامخ ویني ؟

نه هیڅکله نه ؛ ځکه داسې موجبه نشته چې زه دې دهغه له امله ځان ترګواښ لاندې وبولم.

زه اوس هم طالب یم او طالبان مي وروڼه دي .

دطالبانو له غورزنګ سره ستاسو داختلاف لاملونه څه دي؟

په دې اړه مي مخکې هم وضاحت وکړ چې زه دطالبانو په منځ کې دځینو اصلاحاتو غوښتونکی یم ،نه داچې له هغوي سره په مخالف صف کې ولاړيم .

ایا له امرېکایانو سره دخبرو اترو ستاسو ملاتړ ددې عامل شو چي طالبانو او القاعده ستاسو په ضد هڅه وکړه اوکه کوم نور وجوهات دي ؟

نه ! په افغانستان کې دجګړې خاتمه زما اودټولو طالبانو اوټول افغان ولس اساسي هدف اوغوښتنه ده ، زماڅخه علاوه نور طالبان هم همدا اوس په قطرکې له امریکایانوسره دداسې مذاکراتو لپاره میشت دی چې په واقعي ډول دغه هدف ترلاسه کړای شي.

نه تراوسه طالبانو زما په خلاف کومه هڅه کړې او نه به يي تردې وروسته وکي؛ ځکه مذاکرات هغه څه دي چې دقطر طالبانو هم دهغو په اړه تیرکال دجاپان په کیوتو پوهنتون او همدارازد پارس په غونډه کې ګډون وکړ ، زه هم غواړم چې دسولې او جګړې دختمولو په اړه موثر مذاکرات ترسره شي ،نورطالبان هم اوټول افغان ولس هم ، هو!  هغه مذاکرات چې واقعا دجګړې دپایته رسولو او په جګړه ځپلي افغانستان کې د دائمي سولې ،ثبات راوستلو لپاره وي.

تاسو له ملا عمر سره نژدې پاته شوي یاست دهغه د شخصیت په هکله راته ویلای شي چي هغه سخت درېځ دي او که اوښتونی ؟ او ایا هغه یواځي په افغانستان کي دشریعت پلي کول غواړي او که په ګاونډیو هېوادونو کي هم؟  ایا هغه خواخوږی دي او که سخت مزاجه ؟

دافغانستان دطالبانو مشر محترم ملامحمد عمر مجاهد یوسوله خوښوونکی شخصیت دي ،نوموړی په افغانستان کې د ګډوډي دله منځه وړلو په غرض دطالبانو تحریک تاسیس کړ، دهمدې تحریک له تأسیس څخه يي په افغانستان کې داسلامي شریعت نافذول اوثبات راوستل اواولس دمختلفوقومندانانودجګړوڅخه ژغورل غرض وه ، دطالبانو تحریک یوافغاني تحریک او دفعالیت ساحه يي هم یواځې په افغانستان پوري منحصره ده فقط.

ولي دطالبانو دواکمنۍ په مهال ملا عمر دافغانستان امیر المؤمنین وټاکل شو؟

داچې نوموړی هغه مهال یوداسې شخصیت وو چې په تنظیمي جګړوکې يي ښکیلتیا نه لرله ، دګډ وډۍ او داخلي جګړو دله منځه وړلو اراده يي لرله او عملا يي په دغه کارکې وړتیاوښودله نو ځکه نوموړی دهیواد دعلماوو دیوه لوي اکثریت لخوا دامیر په توګه وټاکل شو.

ایا تاسو پدې باور یاست چي ملا عمر اوس هم ژوندی دي ؟

طبعا! نوموړی ژوندی دي.

که ملا عمر او اسامه یوله بل سره پرتله کړو کوم یو يې زیات سخت درېځ دي؟

زه ما له نظره دملامحمد عمرمجاهد او اسامه بن لادن ترمنځ پرتله کول ددوي دواړو دشرائطو،فکر او ظروفو له امله ناشونې ده ، ځکه دملامحمد عمر مجاهد دتحریک دفعالیت ساحه او په هغه پوري تړلي اهداف یواځي ترخپل هیواد پوري محصوردي او داسامه بن لادن او دهغه دتنظیم دفعالیت ساحه او په هغه پوري تړلي اهداف بیا محدودیت نه لري ، نولکه څرنګه چې يي فعالیت او ساحې سره متفاوتې همداشان ددوي طبیعتونه هم یوله بل نه متفاوت دی.

ایا دبن لادن ملا عمر او دملا عمر بن لادن ښه ایسېدو؟

اسامه بن لادن دافغانانومیلمه پاتې شوی اودافغانانوپه دوداورواج کښي دمیلمه احترام ،قدراوپالنه ځاي لري نوله همدې امله هغه دملامحمدعمرښه ایسیدو او درناوی يي ورته درلود اودده هم دمتقابل احترام له مخې ملامحمد عمر مجاهد ښه ایسیدو او دهغه درناوی يي کاوه.

کوم یوه دهغه بل خبره منله بن لادن دملا عمر او که سرچپه ؟

داچې ملامحمد عمر کوربه او اسامه بن لادن دهغه میلمه وو نو طبعا به اسامه بن لادن دنوموړي اطاعت کاوه.

ایا ستا ملاعمر ښه اېسي؟

موږ یوله بل سره دورورولي ، صمیمیت اومتقابل احترام ډیر ښه وختونه تیرکړي دي،نو دهماغه متقابل احترام په اساس طبعا زه اوس هم ورسره مینه لرم او درناوی یې کوم.

ستا او دملا عمر دخپلوي اړیکي څه دي ؟

زموږترمنځ تعلقات دشخصي قرابت پربناء نه بلکي داسلامي اخوت اوورورولي پربناء ولاړوه اوولاړبه وي .

ایا ته اوس هم له ملاعمر سره تماس لرې؟

نه ! دهغه دامنیتي ملحوظاتو اوشرائطو له امله له نوموړي سره مستقیما تماس ساتل ناشونی دي .

تاسو څه فکر کوي چي دطالبانو ترواکمني لاندي افغانان او افغانستان د۲۰۰۱ کال د ۱۱ سپتمبر  له پېښو څخه زیات زیانمن شول اوکه پخپله امرېکا؟

د۱۱سپتمبر۲۰۰۱ پیښه چې امریکایانوته يي زیات ځاني او مالي تاوانونه واړول داسې پیښه وه چې دهغې تاوان او لاملونو ټولو په امریکایانوپوري تړاو درلود نه په افغانانو پوري، کاشکي امریکایانو هغه مهال ددغې پیښې په غبرګون کې له دقت او غورڅخه کار اخیستی وای او په بدل کې يي بیوزله افغانان نه وای ځورولي.

ایا تاسو داسي نه انګېري که القاعده نه وای طالبان به دافغانستان په واکمني کي بریالي شوي وای؟

مونږپه دې باورلرو چې په نړۍ کې هرڅه دالله تعالی له تقدیر سره سم ترسره کیږي ، دطالبانو دحاکمیت په مهال دهغوئ په مقابل کې نورهم ځیني محلي او نړیوال موانع موجودوه چې دهغوي دبشپړ موفقیت په مخ کې خنډوه .

داسي ویل کېږي چي تاسو دطالبانو په غورزنګ کي منځلاري او له هوښیاري څخه کار اخلي او تاسو له امرېکایانو سره دشخړي دپای ته رسولو لېوالتیا ښوولي ؟ تاسو ته څه ډول حل لاري وړاندي شوي؟ ایا تاسو له نړۍ والو جهتونو ملا تړ تر لاسه کړی ؟

امریکایان  اوس په دي پوه شوي چې دجګړې له لارې دافغانستان لانجه نشي حل کیدای ، دهغوئ دهمدغه اوسني درک اوپوهاوي په غرض موږ هم هغوي ته داخبره کړې او کوو یې چې باید په افغانستان کې دپوځي هڅوپرځای په داسې حل لارې غوروشي چې په واقعي ډول دغې څه دپاسه دیرش کلني غمیزې ته پکښي په کامله توګه خاتمه ورکړل شي، دغه حل لاره د امریکایانو په شمول دټولو ښکیلیو لورو لخوا دخبرو میزته راغوڼدیدل او په یوه اوبل باندې داعتماد په فضاکې صادقانه سوله ایزو هلو ځلو ته دوام ورکول دي .

مونږ اوس لګیایو په دغسې حل لارې کارکوو ، ښايي دغه حل لاره دامریکایانو په شمول نړیوالې ټولنې او دافغاني لانجې ټولو ذی دخله لوریوته دتائید اومنلو وړوي.

تاسو په اینده کي دافغانستان دواکمنۍ لپاره څه ډول پلان لري ؟

بلي هو! دټولو افغانانو په خوښه دیوه داسې خپلواک او مستقل نظام منځته راوړل چې هم دافغانستان ځمکنی تمامیت پکي خوندې وي ، اوهم یې کورني اوبهرني پالیسي دخپل هیواد او اولس دګټومطابق په داسې ډول عیاره شي چې نه خپله افغانان تري متضررشي او نه بل څوک.

ایاتاسو په افغانستان کي دطالبانو دبیا واکمن کېدلو ملاتړ کوي ؟

دنني افغانستان شرائط له پروني افغانستان سره فرق لري ، هغه څه چې ما اوهرافغان ته اهمیت لري هغه په افغانستان کې دامن،ثبات اودیوملي مشروع قوي حکومت راتګ دي ،چې دملت غوشتني اولازمي اړتیاوي پوره کړي ،دهیوادپه ترقي اوآبادي کي چټک اقدامات ترسره کړي ،نه دمشخصو افرادو اویاکوم مشخص تنظیم په واک کې راتلل .

که طالبان بیا واک ترلاسه کړي ایا تاسو به وغواړي چي القاعده په افغانستان کي پاته شي؟

لکه مخکي چې مو وویل چې نني شرائط له پرونیوسره فرق لري ، په ننیو شرائطوکې ښايي القاعده دیته اړتیا ونه لری چې افغانستان ته راشي ،ځکه دعربي نړۍ وروستیو احداثو داسې زمینه مساعده کړې چې دهغوي کسان په خپل هیواد کې ژوند وکړي نه داچې دسیاسي فعالیت له وجې افغانستان ته مهاجرت وکړي.

تاسو دداسي یو نوي سیاسي ګوند اعلان کړی وو چي جګپوړي طالب مشران پکي شامل وي که پدې هکله څه ووایاست؟

تراوسه پوري مونږ په داسې هلوځلو لګیا یو چې وکولای شو دطالبانو په شمول دټولو افغاني ذیدخله لوریو ترمنځ دیوه بین الافغاني تفاهم لپاره لاره هواره کړو، په دغه کارکي مصروف یو،چې تراوسه پوري یې ښې پایلې لرلې او راتلونکي ته يي هم ښه امید لرو. کوم چې زموږدسیاسي حرکت جوړښت دي په دي سره غواړم چې افغانانووروڼوته پیغام ورکړم چې نوربایدموږدټوپک پرځاي دتفاهم څخه کارواخلواودتشددپرځاي دانعطاف اونرمښت څخه نورپه هیوادکي خرابي اوویني تویه ول په حقیقت کي دهیڅ یوجهت په ګټه هم نه دي ،اوهمدارنګه غواړم چې په دي کار سره ونړیوالوته هم داپیغام ورکړم چې نورزموږپه وطن کي دجنګ اوتخریب وسائل مه کاروي اونورزموږپه دغه وران ویجاړکورکي زموږ بي وزلي اوبیچاره خلک مه راوژني داکارتاسوته ګټه نلري ،ددي پرځاي زموږسره دسولي اوملي وحدت په راوستولوکي همکاری وکړي چې هم دافغانانوګټه پکښي سته اوهم ستاسو. 

هغه سخت درېځه طالب مشران چي دغرب په خلاف دجګړي ملاتړ کوي څوک دي ؟

مونږ په خپلو مخکینیو څرګندونوکې هم داخبره کړې چې دطالبانو په منځ کې توندلاري او منځ لاري نشته .

کوم کسان چې اوس له بهرنیو ځواکونوسره په وسله وال مقاومت بوخت دي دهغوئ انګیزه دخپل هیواد له حریم څخه دفاع کول دي ، ټول طالبان په دفاعي روحیه په خپل هیوادکې له بهرنیانو سره مقاومت کوي ،نه داچې هغوي دخپل هیواد له حدودوبهر له غرب سره دجګړې اراده لري.

ایا تاسو دیوولسم سپتمبر دپېښو ملاتړ کوي او که ورباندي پښېماني څرګندوي؟

موږ مخکې وویل چې د۱۱سپتمبر۲۰۰۱ احداث نه موږ ترسره کړي اونه په موږ پوري اړه لري ،نو چې کوم کار چاترسره کړی نه وي پیښماني به پر څه وکړي.

تاسو په افغانستان کي دطالبانو په ضد دجګړي دپایته رسولو کومه حل لاره وینئ ؟

دافغانستان دجګړې دپایته رسیدو ترټولو غوره لاره دوه اساسي ټکي دي :

لومړی ـ په افغانستان کې بهرني مداخله او دهغې عوامل له منځه وړل.

دوهم ـ دافغانانو ترمنځ دتفاهم په غرض دیوه داسې میکانیزم ایجادول چې ټولې ښکیلې خواوې پکي شریکې او دټولو په خوښه یوجامع نظام رامنځته کړي.

ایا تاسو له نورو طالب  مشراو سره په تماس کي یاست تر څو په افغانستان کي دسولي دراوستلو په موخه نوي سیاسي هڅي پیل کړي؟

ترهرڅه له مخه په افغانستان کې دجګړې دعواملو له منځه وړل ضروري دي ، دجګړې عوامل ـ بهرنې مداخلې او دهغه لاملونه-

مونږټول طالبان کوښښ کوو چې په مشترکه توګه ددغو عواملو په له منځه وړلوکې اوپه هیوادکي ددائمي سولي اوثبات راوستولوکي ګډې سیاسي هلې ځلې وکړو.

په تېر اګسټ کي له نړۍ وال تورلسټ څخه ستاسو نوم ولي وه اېستل شو؟

ستاسي ددې پوښتنې په ځواب کې زه باید داووایم چې ملګرو ملتونودامنیت شورا ولي زما نوم په تورلیست کې راوستلی وو .

دملګرو ملتونو دامنیت شورا دیوه نړیوال سازمان په توګه باید داسې کړني  ترسره کړي چې دهغې نړیوال حیثیت خدشه دارنه کړي ، نوموړې شورا که په واقعي توګه په افغانستان کې دسولې پروسې ته ژمنه وي باید دټولوطالبانو نومونه له تور لیست څخه وباسي ، ځکه په تورلیست کې دطالبانو دنومونو موجودیت نورهم دافغانستان جګړې ته داوږدولو او تداوم زمینه برابروي .

اوداچې زما نوم يي له تورلیسته وایسته زه يي ډیره مننه کوم.

ایا ترکیې ستاسو په قضیه کي ستاسو ملاتړ کړی دي؟

ترکیه داسلامي نړي دیوه مطرح هیواد په توګه  دافغانستان دلانجې دحل کولو په لاره کې ښه رول لوبولای شي ، موږ هیله لرو چې هغوئ دخپل اسلامي او اخلاقي مسؤلیت له مخې په دې لاره کې خپلې هڅې ونه سپموي .

ایا تاسو افغانستان ته دبېرته تګ اراده لرﺉ؟

ستاسي داپوښتنه داسې مثال لري لکه چې څوک په یوه لویه دښته کې یو ستړي ستومانه او تږي مسافرته وايي چې اوبو ته مو زړه کیږي یا اوبه څښئ؟

هو ! زه هم دمهاجرت اومسافرۍ په یوې اوږدې بیدیاکې دخپل هیواد غیږې ته دورتللو ډیر آرمان لرم ، داسې لکه هماغه ستړی او تږی لاروی چې یې دیخو اوبو څښلو ته لري .

له الله تعالی څخه غواړم چې زموږ ښکلی هیواد نور دجګړو او بدمرغیو له شره خلاص کړي ترڅو ټول جلاوطنه افغانان یې هوسا اوآرامي غیږې ته  ورشي .

ایا تاسو دځېنو طالبانو دهغو کړنو ملاتړ کوي چي دامرېکايي اوپاکستاني پوځیانو سرونه غوڅوي؟

داسلام سپیڅلی دین په خپلو مبارکو احکامو کې دجګړې او سولې لپاره خپل هدایات لري ، زه له دښمن سره دمقابلې په حال کې یواځې هغه کړنې تائیدوم چې په اسلامي شریعت کې ورته جواز ورکړل شوی وي.

په 2014 کال کي دبهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کي دکورنۍ جګړي له پیل کېدلو څخه تاسو څومره په وېره کي یاست؟

که دبهرنیو ځواکونو تر وتلو مخکي افغانان یوه داخلي بین الافغاني تفاهم ته ونه رسیږی ، ډیرامکانات ددې شته چې هیواد مو بیا دکورنۍ جګړې ښکار شي ، له الله تعالی به غواړو چې افغانانوته په هغه کار توفیق ورکړي چې هغه ددوئ د دین ملت،او هیواد په ګټه وي.

تاسو دکرزي دحکومت په هکله څه وایاست؟

ډیرواصلاحاتوته عاجله اړتیالري که نه دفسادکچه به يي ترسل فیصده اوچته شي!

ایا تاسو دکویټ له نېکو بډایانو څخه مرستي ترلاسه کوي؟

دکويټ هیواد دافغانانو یو خواخوږی دوست اواسلامي هیواد دی چې تل یې دافغان ولس درفاه او هوساینې په لاره کې له هغوئ سره مرسته کړې.

کله چي تاسي دمالي چارو وزېر واست له کومو داسي کویټي شخصیتونو سره مو ټېنګي اړیکي لرلې چي ستاسو دفکر ملاتړ يې کاوه؟

مونږ مخکي وویل چې کویټ هیواد په مجموع کې همیشه وخت دافغانانو مرسته کړي او له هغوئ سره يي دمشکلاتو په مهال خپل انساني اودورورولي پربناء مساعدت جاري ساتلی.

ایا تاسو مخکي دخلیج هېوادونو ته سفرونه کړي دي؟

طبعا!

ایا په افغانستان کي دکویټ ګڼ شمېر مجاهدین ول چي تاسو ورسره پېژندلي وي؟

په افغانستان کي دروسانوپرضد جهاد کې دنورو اسلامي هیوادونو په څیر ډیرو کویټي ځوانانو هم برخه لرله ، چې موږيي پرته له نوم اوتشخص پیژندلو څخه مننه کوو او تشکر ورته وایو.

ایاتاسو ابو زید الکویتي پېژاند کوم چي پدې وروستیو وختونو کي ووژل شو؟

نه !

ایا خلیجي اړخونو ستاسو دقضیې دملاتړ په موخه مرستي کړي دي؟

یواځې خلیجي هیوادونه  نه بلکې داسلامي نړۍ ټولو ولسونو له موږسره خپلې انساني او اخلاقي مرستي کړې چې کورودانی يي وایو.

تاسو په تېره بیا خلېجي هېوادونه ته څه ډول ګورﺉ پداسي حال کي چي دالقاعده دډلي زیاتره منسوبین دهمدغو هېوادونو دي چي په سرکي يې اسامه بن لادن دي؟

داسلامي نړۍ په هرهیوادکې خیر اوبرکت شته ، خو خلیجي هیوادونه په خاصه توګه چې الله تعالی ورباندې کوم فضل کړی او له طبیعی زیرموڅخه یی سرشاره ګرځولي دوئ هم دالله ددغه احسان په مقابل کې خپلې شتمنۍ دنړۍ دځوریدلو مسلمانانو دهوسايي لپاره لګولي دي ،الله دي نورهم په شتمنیو کې برکت واچوي.

له بن لادن او د القاعده له تنظیم سره تاسو څه ډول اړېکي لرلې؟

دیوه کوربه او میلمانه دحدودو په چوکاټ کې .

تاسو دوروستیو پېښو په هکله لکه څو ورځي مخکي دبوسټن پېښه څه وایاست ایا اوس هم ستاسو په فکردطالبانو او القاعده پلویان له امرېکا څخه دغچ اخیستلو په موخه پدې ډول غبرګونونو کي لوی لاس لري؟

په امریکاکې چې څه ترسره کیږي هغه خپله دامریکاپه سیاست پوري اړه لري ، خو دطالبانو په اړه زه داویلای شم چې هغوئ په دغه کارونوکې هیڅ ډول دخل نه لري او نه دغه ډول کارونه ترسره کول دخپلې قضیې په ګټه بولي.

تاسو په نړۍ کي داخوان المسلمین دډلي په هکله څه وایاست؟

اخوان المسلمین یو نړیوال اسلامي تنظیم دي چې افرادیې  دبلې هرې بشرې ټولنې په څیر دمثبتو کارونو ترڅنګ منفي اړخونه هم لري. چې موږيي دمثبتوکارونو قدرداني او دمنفي  ورته له الله تعالی څخه داصلاح غوښتنه کوو.

ایا تاسو په اسلامي هېوادونو کي داخوان المسلمین دواکمن کېدلو ملاتړ کوي او که دډېموکراسۍ پلویان یاست؟

موږ وویل چې مونږ داخوان المسلمین هغه کارونه چې داسلام او خپلې ټولنې په ګټه وي تائیدوو او دنیمګړتیاوو ورته دپوره کولو هیله لرو.

 

دالرأي الكويتي په پاڼه کي دخپرې شوي مرکې دلوستلو آدرس :

 http://www.alraimedia.com/Article.aspx?id=435045&date=12052013