کور / اقتصادي / ټرانسپورټTransportation

ټرانسپورټTransportation

په لرغونو زمانو کې د توکو ليږد له يو ځای څخه بل ځای ته ډيرې ستونزې لرلې. سوداګرو په وحشي حيواناتو توکي له يو ځای څخه بل ځای ته ليږدول. په سمندرونو کې داسې بيړۍ وې چې د باد په وسيله يې خوځښت کاوچې ډيري وخت به يې د هوا د ښه والي لپاره انتظار کاو.سړکونو شتون نه درلود. د دې تر څنګ چې د ليږد وسايل سست ول، خوندي هم نه ول نو له همدې کبله د توکو ليږد له يو ځای څخه بل ځای ته ستونزمن و. که په کوم هيواد کې لوږه راتله نو دبل هيواد خلکو به ورسره نشو کولای چې مرسته ورسره تر سره کړي.په نړۍ کې د نويو پرمختګونو سره نه يوازې داچې د توکو په توليدکې زياتوالی راغلی بلکې د ليږد وسايلو هم پرمختګ موندلى دى.پخوا به چې کوم واټن په څو ورځو کې وهل کيد اوسمهال په ورځ يا څو ګړيو کې تر سره کيږي.د نويو وسايلو په رامنځته کيدو سره انسان په دې وتوانيد، هغه ستونزې چې د ليږد راليږد په برخه کې وې له منځه يوسي،له توليدونکوڅخه توکي په اسانۍ مصرفونکو ته ورسوي. که توکي د نړۍ په هر ګوټ کې توليد شي. په اسانۍ د نړۍ بلې برخې ته ليږدول کيږي.ليږد وسايل د هيوادونو په صنعتي ،سوداګريز او کرنيزو پرمختګونو کې اساسي ونډه لري. د ليږد يوه ښه وسيله لاندې ځانګړتياوې لري:

هوسا: د ليږد وسيله بايد ارامه او د سفر لپاره ستړې کوونکې نه وي.
خوندي: د ليږد وسيله بايد خوندي يانې په خوندي ډول بايد توکي او انسانان له يو ځای څخه بل ځا ي ته وليږدوي.
ګړندۍ:د ليږد وسيله بايد ګړندۍ هم وي ځکه اوسمهال د وخت اهميت لا ډير شوى تر څود خلکو په وخت کې سپما رامنځته شي.
پراخه:د ليږد وسيله بايد پراخه وي تر څو ډير توکي په مناسب قيمت وليږدوي او د خلکو ستونزې حل کړي.
روان: د ليږد وسيله بايد هر وخت روانه وي خنډ ونلري تر څو کاروبار اغيزمن نکړي او هر وخت چې وغواړي تر لاسه يې کړي.
د ټرانسپورټ ډولونه: په عمومي ډول ټرانسپورټ درې ډولونه لري چې عبارت دي له :1-ځمکنۍ 2-اوبنی 3-هوايي، چې هر يو يې په ترتيب سره تر څيړنې لاندې نيسو:

1-ځمکنۍ: هغه وسيلې چې توکي د ځمکې پر مخ له يو ځای څخه بل ځای ته ليږدوي،ځمکنى ټرانسپورټ بلل کيږي. له ځمکني ټرانسپورټ څخه له ډيرې لرغونې وخت راهيسې کار اخېستل کيږي. هغه وسايلو چې د تاريخ په اوږدو کې د ځمکني ټرانسپورټ دنده تر سره کړې په لاندې ډول دي:

بشر يا انسان: هر هغه انسان چې توکي له يو ځايه بل ځای ته ليږدوي جوالي بلل کيږي. جوالي د ژوند په لومړيو وختونو کې ډير اهميت لرلو چې اوس هم د نړۍ په بيلابيلو هيوادونوکې د توکو په ليږد کې له جوالي کار اخيستل کيږي.له جوالي څخه ډيرى وخت په هغو سيمو کار اخېستل کيږي چې ګڼه ګوڼه پکې ډيره وي. له بلې خوا له جوالي څخه هغه وخت هم کار اخېستل کيږي چې د توکو د ليږد واټن لږ وي.
ځناور:د نړۍ په ځينو هيوادونو کې ځناور هم د ليږد دوسيلې په توګه کارول کيږي،چې د ځناورو کارول په دوو بڼو صورت نيسي:په لومړۍ بڼه کې د ځناور په شا توکي لېږدول کېږي. په دويمه بڼه کې لومړي په ځناور پسې يو څيز تړي په تړل شوي څيز کې توکي اچوي او ځانګړي ځای ته يې ليږدوي چې په دې بڼه کې ځناور تر سلو کيلو ګرامو ډير توکي ليږدوي چې دا ډول ټرانسپورټ په اکثره کلو بانډو کې ډير کاريږي او ګټور هم دی.
لارۍ او وېګن:لارۍ او وېګن د ساينسي پرمختګ لاسته راوړنه ده. د لارۍ او ويګن په رامنځته کيدو سره د توليدونکو او مصرفونکو تر منځ واټن بېخي له منځه ولاړ،ځکه د لارۍ او ويګن په وسيله مونږ کولای شو په ډيره پيمانه توکي له يوځايه بل ځای ته وليږدو.د ليږد دغه وسيله له اورګاډي هم بهتره ده ځکه د لارۍ او ويګن په وسيله مونږ کولای شو توکي د پلورنکي تر هټۍ ورسوو حال دا چې اورګاډي توکي يوازې تر خپل تمځي پورې وړي.لوی کاروبار لرونکوخلکو دخپلو توکو د ليږد لپاره لارۍ او ويګنې رانيولې دي، تر څو له يوې خوا د ليږد راليږد له لګښتونو څخه خلاص او له بلې خوا توکي په خپل وخت وليږدوي.
اورګاډي:د بړاسي ماشين په رامنځته کيدو سره اورګاډی هم رامنځته شو چې اوسنيو وختونوکې د ليږد له لويو وسيلو څخه شميرل کيږي.د اورګاډي د چلولو لپاره اوسپنيزو لارو ته اړتيا ده چې د دغو اوسپنيزو لارو جوړول پر هواره ځمکه اسان دي خو په غرونو او جګو ځايونو کې ډير سخت او له خطر نه ډک کار دی.
نليکه (پايپ لاين): نليکه د اوبلنو غازي توکو يانې ګيس،تيلو د ليږد تر ټولو بهترينه وسيله ده ځکه د نليکې په وسيله مونږ په اسانۍ سره مايع توکي له يو ځای څخه بل ځای ته ليږدولای شو. د نليکې لپاره سړک ته اړتيا نشته ،په هررنګه هوا کې ليږد صورت نيسي، د ليږد يو ګړندۍ وسيله ده چې د مايع توکو په ليږد کې ځانکړی اقتصادي اهميت لري.
پوسټ خونې: د پوسټ خونو په وسيله هم مونږ د ليږد ځينې چوپړتياوې تر سره کوو.چې د پارسلونو په وسيله توکي له يوه ځايه بل ځای ته توکي ليږدوي.
اوبنى ټرانسپورټ:هغه وسايل چې توکي په اوبو کې ليږدوي د اوبني ټرانسپورټ په نامه ياديږي.په دغه ډول ټرانسپورټ کې له لويو ، کوچنيو بيړيو او اوبتلونو څخه کار اخېستل کيږي چې توکي په ډيره پيمانه له يو ځای څخه بل ځای ته په مناسب قيمت او خوندي ډول ليږدوي.
هوايي ټرانسپورټ:هغه ټرانسپورټ چې توکي د هوا په وسيله له يوه ځايه بل ځای ته ليږدوي د هوايي ټرانسپورټ په نامه ياديږي. د ژوند په لومړيو وختونو کې يوازې انسانانو له هوايي ټرانسپورټ څخه کار اخېست ليکن د وخت په تيريدو د توکو د ليږد لپاره هم کارول کيږي چې د ليږد تر ټولو ګړندۍ وسيله ده. د قيمت په لحاظ تر ټولو لوړ قيمت لري ليکن د قيمتي توکو د ليږد لپاره بهترينه وسيله ده.