کور / تازه خبرونه / نن په هرات کي دماشوم علی سینا دوه وژونکي غرغره شول

نن په هرات کي دماشوم علی سینا دوه وژونکي غرغره شول

هرات:د افغانستان دجمورئیس دیوه فرمان له مخې، په هرات کې داته کلن ماشوم علي سینا په نامه هغه دوه تښتوونکي اووژونکي په دارځړول شول اودجمهوررئیس فرمان پر تطبیق شو.
د دغه وژل شوي ماشوم علي سينا پلارنصير نوروزي، چې مېرمن نفیسه یې هم ترڅنګ ورسره ولاړه وه، دهرات دمحبس له مخې خبريالانوته وويل خوښ دى، چي ددوی دغوښتنې له مخې يې دزوى وژونکي غرغره شول.
دوى وايي،که داسي نورو ورته مجرمينوته سزا ورکړل شي،د تښتونو،غلاوواو وژنو مخه به ونيول شي.
جليل احمداوعبدالسميع، چې د ٣٠ او ٣٥ کلونو ترمنځ عمرونه يې لرل، نن لس بجې د هرات په محبس کې دجمهوررئیس کرزي د هغه فرمان له مخې غرغره شول، چې دغوکسانوڅومياشتې مخکې يې ديوه سوداګر زوى تر تښتونې وروسته علی سینا وژلى وو.
دمحکمي دحکم له مخي په دغه دوسیه کي دوي مېرمنې اوڅلورنارينه له ٦ تر ٢٠ کلنو پوري پرتنفيذي بند محکوم شول.
دغه راز د هرات والي داوود شاه صبا رسنیو وويل، دسلونورومجرمينو داعدام حکم هم راغلي او په دې ډله کې هغه کس هم شامل دى، چې تېرکال دهرات په ښارکې ديوې چاودنې په تورنيول شوى وو.
دیاونې وړده،چي داته کلن ماشوم علی سینادوژني دخبر له اوریدووروسته هغه وخت دهرات دښاریانو،دوکاندارانواوسوداګروپه ګډون په هرات کي یولوي لاریون وکړی دوی ددولت څخه یې وغوښتل چي ددغه ما شوم تښتوونکي ډیر ژرپه اعدام ورسوي.