یو امریکایی پوځی ډوب سو

ډاکټر نثار احمد صمد | مې 18th, 2013


د امریکا د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کی خبر ورکړ چی یو امریکایی پوځي درې ورځی مخکی په کندهار ولایت کی د جنګی عملیاتو پر مهال د اوبو څخه تیریېدﺉ چی پکښی غرق او مړ سو . خو دا یې و نه ویل چی په کومه ویاله یا نهر کی ډوب سو .
پنټاګڼ په خپله بله اعلامیه کی وایی چی هغه درې بهرني پوځیان چی څلور ورځی مخکی په کندهار کی وژل سوي وو ، امریکایی پوځیان وو چی په سنځري کی له منځه تللی وو .

Copyright Larawbar 2007-2024