کور / تازه خبرونه / دفراه دخاک سفیدولسوالۍ امنیه قوماندان ووژل شو

دفراه دخاک سفیدولسوالۍ امنیه قوماندان ووژل شو

فراه:دفراه ولايت امنیتي چارواکوخبرورکړی ،چې تیرماښام اووه بجي ددي ولايت دخاک سفيدولسوالۍ دامنيه قوماندان غني خان دوسله والوطالبانوپه يوه بريدکې وژل شوى دى.
نوموړۍ هغه وخت دوسله والوتربریدلاندی راغلي کله چې هغه خپل کورته روان وو،اودموټروسايکل سپروله لوري ورباندی وسله وال بریدترسره شو.ددي پېښي پړه وسله والوطالبانو پرخپله غاړه اخيستي ده.
دخاک سفېدولسوالۍ دافغانستان د فراه ولايت پوري اړونده ولسوالۍ ده ،چي په دغې ولسوالۍ کې دمېشتوخلکوشمېر (۳۴۶۰۰ )وګړو ته رسېږي او ۹۹٪ سلنه یې پښتانه دي.