روزګان: د نښتو پرمهال ۱۱ كسانو ته مرګ ژوبله اوشتي .

عطاالله محمدي | مې 19th, 2013


د روزګان ولايت د امنيي قومندانۍ وياند فريد عايل وايې چې تېره شپه ناوخته د کندهار او روزګان پر لويه لار په کټه سنګ سيمه کي وسله والو طالبانو پر يوه امنيتي پوسته بريد کړى
دى وايې چې ددي بريد په ترڅ کې نښته سوي او پرمهال يې پنځه وسله وال وژل سوي ، وسلي او مهمات يې هم پوليسو ته په لاس ورغلي دي.
عايل وايې چې په دي پېښه کې يو پوليس هم ژوبل سوى دى او هم د وسله والو طالبانو يو مړى د جګړي په ډګر کې پاتي سوى.
بل خوا ته وايې چې تېره بيا د دي ولايت د خاص اروزګان ولسوالۍ په شنه بند سيمه کې هم پر امنيتي پوسته بريد سوى دى او په ترڅ کې يې څلور وسله وال وژل سوي دي.
نوموړى وايې چې په دي پېښه کې هم يو پوليس ژوبل سوى دى او ګڼي وسلي او مهمات هم د پوليسو لاسته ورغلي دي.
تر اوسه ددي پېښو په اړه کومي ډلي څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024