دوړدوړکی ۹۱ امریکایان ووژل
اسوشیټیډ پریس راپور ورکوی چی د امریکا په ( اوکلاهاما ) ایالت کی د پرونۍ سختی دوړدوړکی ( ټرنېډو ) له امله ۹۱ کسان وژل سوي دي چی شل یې کوچنیان دي .
دغه څرخنده توند باد یو میل پراخي لرله او په ډیر سرعت سره یې کورونه ورانول ، چتونه یې الوزول ، ونی یې پرې کولې او ودانۍ یې نړولې .
د یو هلیکوپتر پیلوټ ( جان ولش ) وویل چی سیمه د جګړې د یو ډګر غوندی معلومېده او یو مکتب خو باالکل لوټی لوټی سوی دی .
د خلکو د نجات او ژغورنی لپاره د ملی ګارډ پوځیان راغوښتل سوي دي . د اوکلاهاما والی ( مېری فالین ) وویل چی « زموږ زړونه مات سوي دي » .
دغه ټرنېډو په اوږدو شل میله او په پسور درې څلور میله سیمه لوټی لوټی کړې ده چی ۴۰ دقیقې یې دوام درلود . په یو فارم کی ۷۵ ـ ۱۰۰ آسونه هم له منځه تللی دي .
ویل کیږی چی دغه شدید او څرخنده باد په ملیارډونو ډالره زیان اړولی دی او ښایی د مړو شمیر نور هم زیات سی .