زابل دشاهجوي ښونځي بیرته فعاله شوه
جاويد احمد تنوير
دپوهني رئیس رحیم الله لودین پداسی حال کی ددی ولایت دشاهجوۍ په ولسوالۍ کی دهغه څلویښتو تړل شویوښونځيو دبیرته فعاله کولو خبر وکوي چی پدي ولایت کی دتیرو دو میاشتو راهسي په شاهجوۍ ولسوالۍ کی ټول ښونځي دوسله والو لخوا ددولت دموټر سیکلونو دبندیز په غبرګون کی تړل شوی وه ، نوموړي وایی دا مهال یی دقومي مشرانو او سپین ږیرو په مټ په نوموړي ولسوالۍ کی ټول ښونځي دسره پرانیستي او په ورځيني ډول زده کونکي ښونځیوته ځي ، لودین پرښکیلو غاړو ږغ کوي چی باید دپوهني دبهیر دپرمختګ خنډ ونه خرځي او پریږدي چی دهیواد بچیان زده کړه وکړي
نژدی دوي میاشتي ددي ولایت دشاهجوۍ ولسوالۍ ښونځي دزده کونکو پرمخ تړلي وه چی تیره روځ چارواکی دبیرته فعاله کولو خبر ورکړ، پدی ولایت کی لمړي ځل ندي چی ښونځي دزده کونکو پرمخ تړل کیږي بلکی اکثره مهال ددولت او دوسله والو طالبانو ترمینځ دوسایطو پر سر ښونځي او یاهم روغتونونه تړل کیږي ، تیرکال ددي ولایت په یوشمیر ولسوالیوکی روغتونونه وتړل شول چی دسمیوخلکو به خپل ناروغان ترمرکزه پوري په ستونزو کی رسول