ګجرات کې دچاودنې له امله ١٥ ماشومان وژل شوي
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
اسلام اباد دبي بي سي د خبر له مخې پاکستاني پوليس وايي ۱۵ ماشومان هغه مهال مړه او اووه نور ټپيان شول چې د بس موټر د ګازو ډبه وچاودېده.په چاودنه کې د ښوونځي یو ښوونکی هم وژل شوی دی.دغه پېښه د پاکستان په ختيځ ګوجرات کې شوې ده.پوليس وايي بس موټر اور اخيستی او ماشومان په کې د اور له امله مړه شوي دي.په پاکستان کې ميليونه موټر په ګازو چلېږي او د ګازو ډبو چاودل په کې معمول دي.سیمه ییزو رسنیو د پولیسو په حواله ویليو چې د ګاډي چلوونکی له چاودنې ژغورل شوی دی.د سیمه ییزو پولیسو یوه مشر عبادالحق ویلي، چاودنه په کوټ فتح سیمه کې یوه ښوونځي ته څېرمه شوې ده.د وژل شویو ماشومانو عمرونه د لسو او یوولسو ترمنځ ښوول شوي.تر دې وړاندې، سیمه ییزو پولیسو ویلي وو چې په چاودنه کې اوولس ماشومان وژل شوي او پنځه نور سخت ټپیان دي.چاودنه یوه ښوونځي ته څېرمه وشوه، چې ورسره دغه ګاډي اور واخیست.، د مړو شمېر ځکه لوړ شو، چې د ګاډي دروازه تړلې وه.په دې ګاډي کې د ۲۳ او ۲۵ ترمنځ کسان سپاره وو، چې زیاتره یې د ښوونځي زده کوونکي وو.له پېښې وروسته د ژغورنې ډله سیمې ته رسېدلې ده.مړه شوي او ژوبل شوي کسان د ګچرات عزیز بهټي شهید روغتون ته وړل شوي.د ګاډي تر اور اخیستو وروسته چلوونکي له سیمې پښې سپکې کړې دي.