کور / تازه خبرونه / دکابل نښته د(۱۹)کسانو ترمرګ ژوبلي وروسته پای ته ورسیدله

دکابل نښته د(۱۹)کسانو ترمرګ ژوبلي وروسته پای ته ورسیدله

دکابل په ځانمرګي اووسله والوبریدونوکي پنځه بریدګراویوپولیس وژل شوي او(۱۳)تنه نور تپیان شوي دي . نښته دمازدیګر په څلوروبجو پیل اودشپي تریوولسوبجو پوري ېي دوام درلودي.امنیتي چارواکي وایې،چي یووسله وال بریدګرکس دملګروملتونواداري میلمستون ته ورننوتي اوچاودنه یې وکړه ،هلته څلورونوربریدګردملګروملتونومخا مخ یو بلي وداني کي ځای پرځای شوي وو. دکورنیو وچارووزارت ویاند صدیقي ،رسنیوته وویل چي په نښته کي یوپولیس اوپنځه بریدګر وژل شوي ،څلورپولیس ،څلورتنه ملکي وګړي اوپنځه تنه دملګروملتونوکارکونکي دنیپال هیواد تبعه ټپیان دي .دملګروملتونوپه یوه خبر پاڼه کي راغلي چي ،ددوی دکارکونکوڅخه دري تنه زخمیان دی اودیوه تن دروغتیاېې حالت داندیښني وړدی.
ددي پیښې مسئولیت طالبانو په غاړه اخستي دي .دطالبانوویاندذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي بریدګرو دامریکا داستغفاراتو پراداري برید پیل کړل اود (CIA) سازمان (۶۰) کسه یې تر بریدلاندي راوستل.
دیادولو وړده ،چي په نږدي یوه اووني کي دادوهمه پیښه ده وچي دافغانستان په پلازمینه دکابل ولایت دهیواددامن په سیمه کي ترسره کیږي . تیره اووني دکابل دشا شهید په سیمه کي هم بمي چاودني کورنیواوبهرنیووګوړو ته مرګ ژوبله واړوله.