کور / تازه خبرونه / دامریکادپوځ یوه ښځینه سرتیره په افغانستان کي ددندي پرمهال دجنسي تیري قرباني شوه

دامریکادپوځ یوه ښځینه سرتیره په افغانستان کي ددندي پرمهال دجنسي تیري قرباني شوه

واشنګټن:هرویلاپيکا دامریک یې پوځ هغه سر تیره ده،چې په افغانستان کي ددندي پرمهال دخپل تيم دمشرلخواه ددي دغوښتني څخه پرته دجنسي تیري قرباني شویده.رپیکارسنیو ته پخپلوخبروکي ویلي ،چي دپوځ دټیم مشر را ته وویل کله چي په پوځ کي دنده ترسره کوي نودي کارته بایدغاړه کښیږدي.
هغه زیاتوي ،چي دوهم ځلې بیا دنوموړۍافسرلخواه بدنامه شوم. هرویلارپیکا وایې ،چي وروسته مجبوره شوم دګروپ دمشرقوماندان ته شکایت وکړم، خوهغه هم ماته ښکنځل وکړل .نورزه نه پوهیدم چي څه وکړم اوچاته شکایت وکړم،ځکه زماپرمخ دژغورني ټولي دروازي وتړل شوي اوزه مجبوره شوم دغه ټولي ناوړتیاوي ته سر ټیت کړم اوتحمل یې کړم.
رپیکا هرویلاپه افغانستان کي دامریکادپوځ په لیکوکي د۲۰۰۶ څخه تر۲۰۰۷ کاله پوري خدمت کړی دي .
هغه وایې کوم وخت چي بیرته امریکا ته راغلم ،ددي ناوړه عمل کیسه مي اړوندوادارو ته ورکړه. ولي کله چي دامریکاولسمشر بارک اوما ددي پیښې څخه خبرشو،هغه دغه پیښه دامریکا دپوځ په لیکو کي دشرم نه یوډک عمل وګاڼي.
دامریکا په ځینورسنیوکي راغلي ،چي نارینوو پوځیانودهغي دغسل اولمبولوپه وخت کي دهغي څخه لوڅ عکسونه اخیستي دي.ددي پیښې وروسته دامریکاپه کانګریس اوسنا مجلسونوکي يوه ډله حقوق پوهانو چي مشری یې ښځي کوي ،غواړي دامریکایې پوځ په جوړښت کي دځینونووبدلونونوطرحه رامنځته کړي،ترڅو ددغوناړوپیښومخه ونیوله شي.