کور / تازه خبرونه / په لندن کي یو بریدګر یو پو ځي په چاړه وواژه

په لندن کي یو بریدګر یو پو ځي په چاړه وواژه

د بريتانيې لومړي وزير ډېوېډ کامرون ويلي “خورا ډېرې داسې نښې شته چې ښيي دا يوه ترهګره پېښه وه، او بريتانيا به هېڅکله د داسې بريدونو پر وړاندې ټيټه نه شي

هلمند :د بي بي سي راډیورپوټونه وايي چي يوبريدګر چې لاسونه يې په وينو سره وو، په داسې حال کې يې فېلم اخيستل شوی چې سياسي وينا يې کوله او ويل يې “پر لوی الله قسم ستاسې سره به جګړه نه دروو.خبريالان وايي دواړوسړيو بيا پوليسو ته انتظار کاوه، چې له شاوخوا شل دقيقو وروسته ورسېدل او په ډزو يې پيل وکړ.د بي بي سي سرچينو له مخې ښاغلی اډې بولاجو چې په خټه نيجريايی بريتانوی دی، له يوې ژمنې مسيحۍ کورنۍ و، خو په ۲۰۰۱ کال کې له کالج پرېښودلو وروسته يې اسلام ومانه.سرچينې وايي داسې راپورونه هم وو چې دواړه بريدګر په تېرو څو کلونو کې تر څار لاندې وو، او يو کس يې چې تېر کال له هېواد واته، د پوليسو له خوا يې مخه ونيول شوه.
د لندن بېلابېلو برخو کې ۱۲۰۰ اضافه پوليس پر دندو ګومارل شوي چې بريدونو ته ځواب وويلی شي.
پر همدې مهال په لندن او نورو سيمو کې د وسله والو ځواکونو مېشتو کسانو ته ويل شوي چې لا ډېر احتياط کاره اوسي.د بريتانيې لومړي وزير ډېوېډ کامرون ويلي “خورا ډېرې داسې نښې شته چې ښيي دا يوه ترهګره پېښه وه، او بريتانيا به هېڅکله د داسې بريدونو پر وړاندې ټيټه نه شي .بريتانيې حکومت بيړنۍ کمېټې دکورنيو چارو وزيرې ټېرېزا مې په بلنه غونډه کړې او د دغه بريد د ترهګرۍ پر شونتيا غورکوي.
د بريتانيې کورنيو چارو وزير ټېرېزا مې ويلي “دا د بريتانيا پر ټول ولس بريد وو، او د بريتانيا ټولې پرګنې يې غندنه کوي.”دواړه شکمن بريدګر اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د لندن ښاروال بورېس جانسن هم ويلي دا به ناسمه خبره وي چې د دغې وژنې پړه يا پر اسلام اويا هم د بريتانيا پر بهرنۍ تګلاره واچول شي.
د یادوني وړده چي په تېروڅوکلونوکې داسلامي توندلارانو له لوري لږترلږه دوه داسې توطيې شنډې شوې، چې غوښتل يې په بريتانيا کې سرتېري ووژني.