روزګان: په جګړه کي پنځو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتي
عطاالله محمدي
د روزګان ولايت د امنيي قومندانۍ وياند فريد عايل وايې چې تېره شپه شاوخوا دري بجي ددي ولايت د هراود ولسوالۍ په زمين داور کوتل سيمه کي وسله والو طالبانو د سميه ايزو پوليسو پر امنيتي پوسته بريد کړى دى.
دده په وينا چې په دي بريد کې يو تن وسله وال وژل سوى او دري نور يې ژوبل سوي دي.نوموړي وويل چې په دي پېښۀ کې يو سيمه ايز پوليس هم ژوبل سوى دى.
ها خوا بيا وسله والو طالبانو ادعا کړي چې په دي پېښۀ کې يې د قومندان درويش په نوم دري تنه سرتېري وژلي دي.
د يو بل خبر له مخي چې نن شاوخوا نهه نيمي بجي ددي ولايت د مرکز ترينکوټ اړونده په ګرماب نومي سيمه کې يو موټر سايکل بم پوليسو كشف كړي او له منځه يي وړي .
فريد عايل وايي چي موټر سيكل بم كورنيو ځواكونو ته درول سوي وو .